په بامیان کې د دغه ولایت اوسېدونکو، په ځانګړې توګه ښځو لپاره د کار موندلو په موخه د قلب اسیا په نوم د لاسي صنایعو یو مرکز پرانېستل شو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه مرکز بنسټ اېښودونکی شریف نورزاد وایي، یاد مرکز ۳۴ هټۍ لري چې اته هغه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
هغه زیاتوي چې د دغه مرکز په جوړولو سره ۸۰ ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي.
نورزاد له بنسټونو او د بامیان له محلي مسوولانو غواړي چې د ښځو د ملاتړ په موخه هغوی ته د لاسي صنایعو د پلور اسانتیاوې برابرې کړي.