
کابل کې د زلزلې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی
د اسلامي امارت مسوولان وايي، کابل کې د تېرې شپې زلزلې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، د زلزلې له امله د کابل د بګرامي ولسوالۍ اړوند «ګوسفند درې» سیمه کې یو کور نړېدلی. د هغه په وینا، پېښه کې د دغې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی او یوازې یو نږدې دوه کلن ماشوم یې ژوندی پاتې دی.














