د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي چې سږکال دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله څړځایونه ښیرازه شوي او د تېرو کلونو په پرتله سږکال یاد ولایت ته دوه برابره کوچیان او مالداران ورغلي دي.
د لوګر د خوښۍ ولسوالي یو مالدار خیالمحمد چې ۱۵ پسونه او وزې یې ساتلي، وایي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله غرونه او دښتې د زیات اورښت له امله ښيرازه شوي چې څاروي یې په منظمه توګه ورڅخه تعذیه کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې سږکال د لوګر خوښۍ ولسوالي ته د ورتلونکو کوچیانو شمېر دوه برابر شوی او په پراخه کچه د کوچیانو په ګډون ځایي اوسېدونکي هم بې له ستونزو له څړځایونو څخه د خپلو څارویو د مړولو لپاره ګټه اخلي.
هغه وویل: «سږ کال د تېرو کلونو په پرتله څړځایونه ښیرازه شوي، دښتې شنې شوي، ځکه په پسرلي کې ښه بارانونه وشول، ډېری ګیاوې او واښه شنه شوي دي. زموږ څاروي ښه تغذیه شوي دي؟ زه مېږې او وزې ساتم او د څړځایونو برخه کې هېڅ دول ستونزه نهلرو.»
د لوګر د مرکز پلعلم یو اوسېدونکی او مالدار عبدالشکور وايي، د تېرو کلونو په پرتله دغه ولایت کې د څارویو د خوړو لپاره واښه ډېر شوي، خو په خبره یې، حکومت ته په کار ده چې لوګر کې د څارویو د څړځایونو د غصب مخنیوی وکړي.
نوموړي وویل: «لوګر کې د تېرو کلونو په پرتله د کوچیانو ژوند او څاروي ښه شوي دي. کوچیان ازاد دي په دښتو کې څاروي څروي او څړځایونه ښیرازه شوي او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزې شتون نهلري. دولت څخه مو هیله دا ده چې هغه دښتې چې اوس غصب شوي، له غصب څخه خلاصې کړي.»
لوګر کې د کرنې او مالدارۍ د برخې کارپوه محمدفاروق سلاموطندار ته وویل، د څړځایونو برخه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت باید ځايي خلکو او کوچیانو ته د سرپناه لپاره ځمکې ورکړي او چاته د دې اجازه ورنهکړي چې د مالدارو څړځایونه خپل شخصي ملکیت وګڼي او کورونه پرې جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه چې که ځايي اوسېدونکو او مالدارو ته د څړځایونو په اړه عامه پوهاوی ورنهکړل شي، لرې نه ده چې راتلوونکو څو کلونو کې به څړځایونه او د څارویو ساتنه لهمنځه لاړه شي.
نوموړي وویل: «لوګر کې څړځایونه شتون لري، خو د پخوا په پرتله څړځایونه کم شوي دي. یوشمېر خلکو په دښتو کې په څړځایونو باندې د هستوګنې کورونه جوړ کړي. په خپله کوچیانو هم پخوا چې په کومو مېنو کې خېمو لاندې ژوند کاوه، اوس یې پرې هستوګنیز کورونه جوړ کړي دي.»
بل لور ته د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو رییس نصروالدین بهیج سلاموطندار ته وویل، د څړځایونو غصب، د سرپناه د ځمکې کمښت او وروستۍ وچکالي د دې لامل شوې چې لوګر کې د څارویو څړځایونه لهمنځه لاړ شي.
بهیج وايي، لوګر کې د وروستۍ سروې له مخې چې په ۲۰۱۱ کال کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان/FAO له لوري شوې ښيي چې دغه ولایت کې ۲۷۰زره او ۱۵۲ هکتاره څړځایونه شتون لري.
نوموړي وویل: «لوګر کې ۲ لکه ۷۰ زره او ۱۵۲ هکتاره څړ ځایونه شتون لري، د تېرو کلونو د وچکالیو له امله یوشمېر برخې یې لهمنځه تللي او کوم څاروي چې ګټه ترې اخلي، دوه ډوله څړځایونه شتون لري، یو ځانګړی څړ ځای چې د خلکو سر سیم بلل کېږي او خپل څاروي کې څروي او بل عام ده چې عبوري کوچیان او ځايي اوسېدونکي ترې ګټه اخلي او هېڅ ډول ستونزه شتون نهلري.»
لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی چې هر کال دغه ولایت ته له خوست، پکتیا، غزني او ننګرهار څخه کوچیان د خپلو څارویو د ساتنې او پالنې په موخه راځي او تر شپږو میاشتو تېرولو وروسته ګرمسېرو ولایتونو ته ستنېږي.