د بدخشان د زېباک ولسوالۍ حقوقي مدير امامداد نیازی وايي، د هغې ۹کلنې نجلۍ د واده مخه يې ونيوله چې له يوه زوړ سړي سره يې واده کېده.
نيازي وويل، دغه سړی له خپلې ښځې بېل شوی و.
نوموړی وايي، دغه کورنۍ د زېباک ولسوالۍ اسکيطول سيمه کې اوسېږي.
امامداد نیازی همداراز وايي، دغه نجلۍ د واده او هغه کس په اړه چې واده يې ورسره کېده نه پوهېده.
د بدخشان د زېباک ولسوالۍ حقوقي مدير زياتوي چې د نجلۍ مور او پلار په نشهيي توکيو روږدي دي.