که څه هم په دفترونو او نورو ځایونو کې د مېرمنو لپاره د کار کولو فرصتونه راکم شوي، خو د سلاموطندار موندنې ښيي چې هېواد کې افغان مېرمنې د یوه غیررسمي موازي اقتصاد د رامنځته کولو په حال کې دي.
په دې راپور کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د مېرمنو اقتصادي شبکې فعالې شوي او له ۱۶ مېرمنو سره مرکې هم شوې دي. د دې مېرمنو له ډلې، لس مېرمنې د تولیدي شرکتونو په جوړولو، کوچني کورني کاروبارونه او د ترمیماتي هټیو جوړولو ترڅنګ، اقتصادي برخه کې د عکاسۍ، درې نورې مېرمنې بیا د هنري، همدومره نورو بیا د انلاین کاروبار شبکو په جوړولو سره اقتصادي شبکې رامنځته کړي دي.
موندنې ښيي چې افغان مېرمنې یوازې د عاید ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د اقتصاد له لارې د خپل ټولنیز ځای د بیا تعریفولو په هڅه کې دي. دا نوښتونه ډېری وخت پرته له نړیوالو بنسټونو او د دولت له مستقیمې مرستې، د وړو پانګو او ټولنیزې همبستګۍ پربنسټ رامنځته شوي دي.
شاوخوا درې کاله وړاندې د بلخ په مزارشریف کې د یوې ډلې فعالو مېرمنو په هڅو د خدیجهالکبرا بازار جوړ شو. اوس مهال په دې مرکز کې لسګونه ښځې د خپلو لاس جوړو تولیداتو په پلور بوختې دي. د دې بازار مسووله، پشتنه افغان، وایي چې هدف یې د مېرمنو لپاره د خوندي او مناسب سوداګریز چاپېریال رامنځته کول دي.
هغې زیاته کړه: «نن خوشاله یم چې ګڼ شمېر مېرمنې دلته د خپل کاروبار څښتنې شوې دي او د دوی محصولات آن بهرنیو هېوادونو ته هم لاره موندلې ده.»
په ورته مهال، په بامیان کې بینظیر ابراهیمي د شخصي پانګې په کارولو او پرته له هر ډول بهرني ملاتړ، د «دشت عیسیخان» باغ په کلنۍ کرايه اخیستی او د یوې اقتصادي شبکې په جوړولو یې شاوخوا ۲۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړې وايي، دا باغ یې د ښځو لپاره په خوندي ځای بدل کړی، څو د خپلو سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو له لارې د ځان او نورو لپاره کار رامنځته کړي.
بلخوا هرات کې د زدهکړو د محدودیتونو له امله د هنر پوهنځي محصله یسنا عظیمي ونه توانېده چې خپل تحصیل ته دوام ورکړي، خو هغې له خپلو همزولو سره یو هنري ګروپ جوړ کړ. د دوی په هڅو یو خپلواک ګالري فعال شوی چې اوس مهال په کې شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ نجونې د بیلابیلو عمرونو او مهارتونو په کچه راټولې شوې او د هنر له لارې یې د اقتصاد په برخه کې ونډه اخیستې ده.
یسنا عظیمي وايي: «زه د یوې انځورګرې په توګه هېڅ مالي ملاتړ نهلرم. کېدای شي ځینې کورنۍ مرسته وکړي، خو زیاتره یې ان د یوه وړوکي برش د اخیستو توان نهلري. زموږ په ډلو کې داسې نجونې شته چې که مالي او معنوي ملاتړ ترلاسه کړي، ډېرې وړتیاوې لري، خو زیاتره کورنۍ دا توانایي نه لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا ښځې په داسې حال کې اقتصادي شبکې جوړوي چې د ۱۴۰۴ د حوت پر ۱۶مه، د کار نړیوال سازمان راپور ښيي، د سرپرست حکومت له بیاواکمنېدو وروسته د ښځو د کار ونډه په پراخه توګه کمه شوې او ډېری ښځې اوس په خپلو کورونو کې بوختې دي.
سره له دې محدودیتونو، امنه چې ۲۵کلنه ده او د بلخ اوسېدونکې ده، د ټکنالوژۍ په برخه کې د څو مېرمنو د فعالیتونو اړوند ویډیوګانو له لیدو وروسته وهڅېده او د موبایل او کمپیوټر د ترمیم کار یې پیل کړ. خو دا لاره ورته اسانه نه وه؛ هغې د ټولنیزو، کلتوري او تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوه.
امنه وايي: «که دا بازار وتړل شي، زه نور کار نشم کولای. یوازینۍ هیله مې همدا وړوکی ځای دی. که معياري وسایل مې برابر شي، زه کولی شم هره میاشت تر ۵۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړم.»
په ورته مهال، یوشمېر نورې ښځې د انلاین سوداګرۍ له لارې د اقتصادي فعالیت هڅه کوي، خو هغوی هم د مالي او معنوي ملاتړ د نشتوالي، نړیوالو بازارونو ته د نه لاسرسي او د روزنیزو پروګرامونو د کموالي له ستونزو سره مخامخ دي.
نفسیه رووفي چې په فاریاب کې د انلاین سینګارتون توکو پلور کوي، وايي: «بانکونه ښځو ته په اسانۍ پور نه ورکوي، او د زدهکړو او سرچینو کمښت یوه جدي ستونزه ده. ډېری ښځې د آنلاین سوداګرۍ سره علاقه لري او د انټرنېټ له لارې خپل کاروبار پیلوي، ځکه بهر وتل اسانه نه دي، او دا د دوی لپاره تر ټولو غوره لاره ده.»
په داسې حال کې چې د افغان مېرمنو د اقتصادي فعالیتونو په وړاندې ګڼې خنډونه موجود دي، یو شمېر اقتصادي کارپوهان د ښځو رول په ناخالص داخلي تولید کې مهم بولي او ټینګار کوي چې باید د ښځو حضور په اقتصادي برخو کې پراخ شي.
اقتصادي کارپوه محمدعیسی مبارز وايي: «ښځې په مالدارۍ او کرنه کې رول لري، زموږ اقتصاد د ښځو د فعالیتونو پر بنسټ ولاړ دی. ۹۰ تر ۱۰۰سلنه ښځې په صنعت کې کار کوي. په ځینو لرې پرتو سیمو کې، سره له دې چې د زدهکړې زمینه نه شته، ښځې د خپلو کورنیو سره مرسته کوي او حتی د خپلو اولادونو د کور جوړولو په برخه کې ونډه لري.»
بلخوا، د ښځو د حقونو فعالې ذکیه زهادت د ښځو اقتصادي فعالیتونه ستایي او وايي: «سره له دې چې محدودیتونه ځینې وخت مایوسه کوونکي وي، خو ښځې کولی شي نوي لارې ومومي. کله چې عادي لارې تړل شوې وي، د ځان بساینې لپاره یې ذهن خلاق کار کوي. افغانې ښځې هم د دې لارې له بندېدو وروسته له آنلاین سوداګرۍ، وړو کورنیو کاروبارونو او لاسي صنایع څخه استفاده کوي څو لږ تر لږه ځان له بیکارۍ وژغوري.»
د صنعت او تجارت وزارت چارواکي هم د ښځو د ملاتړ او پانګونې د زمینه برابرولو خبره کوي. د وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد سلاموطندار ته وویل: «زرګونه ښځې په افغانستان کې په بېلابېلو صنعتي او پانګونې برخو کې بوختې دي. د دوی د ودې لپاره په ټولو نندارتونونو کې ځانګړې ونډه لري چې له یوې خوا بازارموندنه وکړي او له بل خوا خپل کاروبار ته دوام ورکړي.»
همدارنګه، د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ښځو د حقوقو د تامین خبره کوي او وایي: «ټولې ښځې د اسلامي شریعت له مخې خپل حقوق لري. د ښځو لپاره خوندي او ارام ژوند برابرول زموږ شرعي مسوولیت دی. په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو لپاره د تجارت کورونه جوړ شوي، په کومو کې چې زرګونه ښځې ګډون کړې او د لازیاتو ښځو لپاره د کار زمینه برابره شوې. هر هغه ځای چې ښځو ته اړتیا وي، خوندي او محفوظ دی، او هڅې روانې دي چې د شریعت له مخې ټول حقوق تامین شي.»
سره له دې چې د نړیوال کار سازمان راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له دویمې ربعې تر ۲۰۲۲ کال څلورمې ربعې پورې د ښځو اشتغال په افغانستان کې ۲۵٪ کم شوی، د نارینو اشتغال یوازې ۷٪ کم شوی او د ۱۵–۲۴ کلنو ځوانانو د بیکارۍ کچه هم ۲۵٪ لوړه شوې، خو بیا هم افغان مېرمنې هڅه کوي چې ورو، خو په پرلهپسې ډول د بازار په اقتصاد کې اغیزمنه ونډه ولري.


