د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له المان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو پرېکړه څاري او هیلهمند دی چې دواړه لوري له ډیپلوماټیکو لاروچارو یاده موضوع مدیریت کړي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د غبرګولي اتلسمه، د جمعې ورځ) پر اېکس لیکلي: «هیلهمند یوو چې دواړه هېوادونه وکولای شي، څو د وګړو د حقونو خوندیتوب په موخه دا موضوع له ډیپلوماټیکو لاروچارو داسې مدیریت کړي چې افغانان په یوه پلمه له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ نهشي او د نړیوالو منل شویو کنوانسیونونو خلاف درېیم هېواد ته ونه سپارل شي.»
هغه زیاتوي چې ا.ا د المان له دولت څخه غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو موضوع د دواړو لوریو د هوکړې پر بنسټ د معمولو کونسلي تعاملاتو په چوکاټ کې حل کړي.
المان له هغه وروسته چې د افغانستان یوه وګړي د المان په مانهایم ښار کې پر یوه ډله برید وکړ او د یوه پولیس د وژلو تر څنګ یې، شپږ نور کسان ټپیان کړل، اعلان وکړ چې د یوشمېر افغان کډوالو اېستل ارزوي.
د المان لومړي وزیر اولاف شولتز تازه د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي، د افغانستان او سوریې هغه وګړي به وباسي چې جنایتکار وپېژندل شي.