«له سهاره د شپې تر لسو بجو د بوتلونو په ټولولو پسې ورک یم»
دا د هغه کس خبرې دي چې عمر ته په کتو یې کولی شول د خپلې خونې یا حویلۍ په یوه کونج کې تر سیوري لاندې استراحت کړی وی؛ خو د ژوند سختیو اړ کړی چې د ښار په ککړو ویالو ډېرانونو وګرځي او د پلاستیک، بوتلونو یا خځلو راټولولو له لارې یو څو افغانۍ وګټي.
هغه هر سهار ۸ بجې له کوره وځي او تر ډېره د شهرنو په کوڅو او کثافاتدانیو کې د څښاک بوتلو، لرګيو، کارتنونو او نورو پاتې شونو یا خځلو پسې ګرځي، څو له پلورلو وروسته یې وکولی شي خپلې کورنۍ ته یو څو وچې ډوډۍ پرې واخلي.
عبدالحمید ۷۱ کاله عمر لري او خپل ډېر ژوند یې همداسې په کړاوو او کارګرۍ کې تېر کړی.
هغه چې د غریبۍ په دلیل ډېر وروسته واده کړی، اوس یې مشر اولاد یوازې ۱۳ کاله عمر لري.
دی وايي، ۶۰ کاله وړاندې کله چې لا ماشوم وو، کارګرۍ ته مخه کړه او اوس چې پېښې یې سستي کوي، د کار کولو توان نهلري او د ښار له ویالو او ډېرانونو خځلې راټولوي.
وايي چې په پیل کې یې د خپلو خویندو او وروڼو اړتیاوو پوره کولو لپاره کارګري کوله، خو اوس د خپلو اولادونو لپاره د خځلو راټولولو له لارې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په لټه کې دی.
«بوتل راټولوم. د ژمي لپاره لرګي ټولوم. له همدا اوسه د ژمي لپاره سوند توکي چمتو کوم. تر شپې پورې د وچې ډوډۍ پیسې پیدا کوم. هر څه الله کوي. دا پاتې شوني له ویالو راټولوم. تشویش مې همدا وي چې د لسو ډوډیو پیسې له کومه کړم.»
د ۷۱ کلن عبدالحمید غونج لاسونه یو مخ ټپي او چاودېدلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عبدالحمید لپاره ژوند ساده نه دی؛ هغه سره له دې چې سترګې یې پوره لید نهلري، خو بیا هم په لړزېدلو پښو له ویالو او سړکونو پلاستیکي څیزونه راټولوي.
د ژوند د دغو ناخوالو ترمنځ، عبدالحمید د ننني کار لپاره اندېښنه نهلري، بلکې هغو ورځو ته اندېښمن دی چې یو وخت به یې بدن او توان ورسره یاري ونهکړي. هغه ورځې چې ستړې پښې به یې له حرکت پاتې شي او لاسونه به یې نور د خځلو راټولولو وس ونهلري
«هیله لرم چې هېڅوک ونه ځوریږي او زما خپله وضعیت ښه شي، حج ته لاړ شم. ژوند مو ښه شي. دغه اندېښنه لرم چې یو وخت به ونه شم کار وکړم او د دغې کراچۍ تر شا ودرېږم او بوتلونه راټول کړم. اوس مې هم د اعصابو تکلیف پیدا کړی دی.»
عبدالحمید د زړه له تله د یوه ساده ژوند لرلو په حسرت کې دی؛ دا چې شپې وکولی شي ارامه خوب وکړي او مجبوره نهوي چې د خپلو اولادونو د ګېډې مړولو په فکر کې ووسي.
هغه ورځ چې نوره اړتیا نهوي له سهاره تر ماښامه په ډېرانونو او سړکونو وګرځي.
«له ۸ کلنۍ وروسته مې کارګرۍ کړې، ځکه تراوسه په خپلو پښو ولاړ یم، ځکه سختۍ مې تېرې کړي او مقاوم یم. کلونه کلونه مې مزدورۍ کړي، اوس مو هم ژوند روان دی همدومره کوو چې ژوندي پاتې یو.»
د کابل ښار د زرګونو پټو کیسو ترمنځ، شته داسې کیسې چې نهاورېدل کیږي، خو په خاموشۍ سره دوام لري او د دې ښار یوه برخه یې جوړه کړې ده.


