د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمتالله محمدي وايي، د وږي په ۲۹مه، د پنجشنبې ورځ غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د دغه ولایت په خواهان ولسوالي کې د خاورو یوه غونډۍ را ښویېدلې چې له کبله یې درېوو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد کسان د سرو زرو پلټلو لپاره پر رېګمینځلو بوخت و چې غونډۍ پرې را ښویېدلې ده. هغه زیاتوي چې دا پېښه د امو سیند ترڅنګ شوې ده.
د معلوماتو له مخې، قربانیان د خواهان ولسوالي د خمبهار او دو درګي سیمو اوسېدونکي دي.
دا لومړۍ پېښه نهده، بلکې تر دې وړاندې هم په بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې د سرو زرو پلټلو یا هم کان اېستلو پر مهال د غونډۍ، کان یا غر ښویېدو له کبله یوشمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.