کابل کې د یوه خیریه بنسټ لهخوا ۷۲ جوړو «نجونو او هلکانو» ته چې د واده د لګښت پرې کولو توان یې نهدرلود، د ډلهییز واده مراسم نیول شوي دي.
د یاد ډلهییز واده جوړونکي د ډلهییزو وادونو جوړول، د هغو کسانو لپاره یوه لویه مرسته ګڼي چې د واده لپاره د زیاتو پیسو ورکولو توان نهلري. د دوی په وینا، یادو ۷۲ جوړو ته یې دغه ډلهییز واده د یو میلیون افغانیو په لګښت برابر کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د «پناه عترت» په نوم خیریه بنسټ مسوولان همداراز ډلهیییز وادونه، په ټولنه کې د بېځایه دودونو او د لوړو لګښتونو د مخنیوي برخه کې مهم بولي.
د دغه ډلهییز واده یوه تنظیمونکي رضا مظفري وویل: «د وادونو او خلکو د خوښۍ پروګرامونو دودول دي، چې له ګناه او اصراف او سردرد پرته ترسره کېږي. دویم هدف دا دی چې هغو کسانو سره مرسته وکړو چې بېلابېلو لاملونو له امله د واده مراسم نهشي، برابرولی او درېیم هم د یوه بل منلو دود رامنځته کړو.»
د جوړ شوي ډلهییز واده ګډونوال ناوې او زومان له خلکو او کورنیو غوښتنه وکړه چې په وادونو کې دې له بېځایه دودونو ډډه وکړي. د غلام سخي په نوم يو ه زوم سلاموطندار ته وویل: «اته کاله کېده چې کوژده مې کړې وه، غوښتل مې واده وکړم، لګښت یې نهبرابرېده او اقتصاد کمزوری و او له همدې امله مې واده دلته وکړ. زه له کورنیو غواړم چې له ولور اخیستلو ډډه وکړي.»
یوې ناوې هم وویل: «غوښتنه مې دا ده چې کورنۍ دې د واده مراسمو کې له لوړ لګښت ډډه وکړي او ډلهیییز واده ښه دی، موږ کولای شو، ګډون پهکې وکړو او له هر اړخه موږ ته ګټور دی.»
هېواد کې ګڼشمېرځوانان وادونو کې د لوړ لګښت او ناوړه دودونو له امله اړ دي چې د یادو لګښتونو برابرولو لپاره نورو هېوادونو ته مزدورۍ پسې لاړ شي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې لومړى ډله ييز ودونه په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په مزارشريف کې ترسره شول او له هغه وروسته دغه لړۍ د هېواد په ډېرو ولايتونو کې دوام لري چې تر اوسه په لسګونو ډله ييز ودونه ترسره شوي دي.