د جوزجان په یتیمتاق سیمه کې د ګازو د دوو څاهګانو د کیندلو قرارداد نن په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او سفیر ډریلینک سروېسېز په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور وايي، د اووهنیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۶۵۰ مترو په ژوروالي سره د ګازو د دغو دوو څاهګانو د کیندلو قرارداد د یوه کال لپاره لاسلیک شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې د دغو دوو څاهګانو په کیندلو سره به د ورځې ۳۰۰ زره متر مکعبه ګاز را واېستل شي. هغه وايي: «دا دوه څاهګانې د شبرغان په یتیمتاق سیمه کې کیندل کېږي؛ د سفیر ډریلنیک سروېسېز په نوم یو ترکي شرکت د ۷،۵ میلیونه ډالره نرخ په ورکولو سره بریالی شوی دی او په یوه کال کې به یادې څاهګانې ۱۶۵۰ متره کني.»
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وايي، افغانستان د ميليارډونو متر مکعبه طبيعي ګازو د توليد وړتیا لري چې له ډلې یې يوازې د امو دريا د نفتي حوزې له څو څاهګانو څخه هره ورځ ۶۰۰ زره متر مکعبه ګاز را اېستل کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په دې داوطلبي کې څلورو نورو بهرنیو شرکتونو هم برخه اخیستې وه.
د دغه شرکت چارواکي وايي چې د ګازو د دوو څاهګانو په کیندلو سره به په افغانستان کې لسګونو کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.
د سفیر ډریلینک سروېسېز شرکت رییس قادر کرکوچ وايي: «څو ترکي انجینران به په دې پروژه کې کار وکړي او د دې تر څنګ به ۵۰ افغانانو ته هم د اوس لپاره کار پیدا شي، خو په راتلونکې کې به نورو کسانو ته هم د کار اسانتیاوې برابرې شي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور وايي، ډېر ژر به د فاریاب په طوطي میدان کې د څلور زره کیلومټره مربع ګازو قرارداد د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره لاسلیک شي.
افغانستان چې د نفتو او ګازو طبیعي زیرمې لري، لا هم په نړۍ کې د دغو دوو مهمو توکو یو واردوونکی هېواد دی.