د پکتيا ځاځي‌اريوب ولسوالي کې د «شاه‌محمد» کلي خلکو په څه باندې ۳ ميليون افغانيو يو پُل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاره.

د يادې سيمې يو تن قومي مشر رحيم‌خان تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۲۱) سلام‌وطندار ته وويل، دغه پُل ۱۸ متره اوږدوالی او ۳ متره سور لري چې شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ به د تګ راتګ لپاره ترې استفاده کوي.

هغه وويل چې ياده سيمه کې په خوړ د پُل نشتون له امله به خلک د سيلاب پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ و.

په ورته مهال د يادې سيمې يو بل قومي مشر انور صديقي وويل، د ځاځي‌اريوب ولسوالي ټول اوسيدونکي د عامه پروژو په جوړېدو کې تر خپل توان همکاري کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه له حکومتي مسولانو غوښتنه وکړه چې د اريوب ولسوالي بېلابېلو سیمو اوسېدونکي لا هم د سړکونو، پلونو او پاکو اوبو نشتون له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي چې بايد حکومتي چارواکي ورته جدي پام وکړي.

د ياد پله د ګټې اخيستنې مراسمو کې د ځاځي‌اريوب ولسوال رحمت ولي حميدي بيا له خلکو مننه وکړه چې د عامه پروژو په پلي کېدو کې همکاري کوي.

هغه هم وويل چې د ځاځي‌اريوب ولسوالي د خلکو ستونزې يې ولايتي ادارې سره شريکې کړي او د حل لپاره يې ژمنه ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده چې د يادې سيمې خلکو په خپله سيمه کې د يو لو جامع جماعت د جوړيدو چارې هم پيل کړې‎ي چې څه باندې څلور ميليون افغانی لګښت پرې کيږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام