رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند وړاندیز د حزبالله له لوري رد شوی دی.
د راپور له مخې، د حزبالله مشر نعیم قاسم د اسراییل او لبنان ترمنځ روانې خبرې «شرمناکې» بللې او د اوربند له طرحې سره یې مخالفت څرګند کړی دی.
رویټرز لیکلي چې د واشنګټن لهخوا د اپرېل میاشتې راهیسې د څو ځله اوربندونو له اعلان سره سره، د حزبالله او اسراییل ترمنځ جګړه لاهم دوام لري.
امریکا یوه ورځ وړاندې اعلان کړی و چې لبنان او اسراییل د یوه اوربند پر پليکولو سلا شوي دي. د دې طرحې له مخې، حزبالله باید پر اسراییل ټول بریدونه ودروي او خپل ځواکونه د لبنان له سوېلي سیمو څخه وباسي.
راپور زیاتوي چې د روان کال د مارچ په دویمه نېټه جګړې یو ځل بیا زور واخیست، وروسته له هغې چې حزبالله د تهران د ملاتړ په موخه او د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل د بریدونو په غبرګون کې د اسراییل شمالي سیمو ته توغندي وویشتل.
د رویټرز په وینا، د لبنان جګړه اوس د سیمې د کړکېچ د حل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.
نعیم قاسم ټینګار کړی چې هر ډول اوربند باید د لبنان سوېلي سیمې هم په بر کې ونیسي. هغه سیمې چې اسراییل پکې د «امنیتي زون» جوړولو ادعا کوي او وایي هدف یې د حزبالله له بریدونو څخه د اسرائیل د شمال ساتنه ده.
بلخوا، ایران چې د حزبالله اصلي ملاتړی ګڼل کېږي، له امریکا سره د هر احتمالي توافق د یوې برخې په توګه پر لبنان د اسرائیل د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.