د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني (CENTCOM) ویلي چې د ایران له لوري د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په مرسته هڅه شوې چې په کویټ کې مېشت امریکايي ځواکونه په نښه کړي، خو په وینا یې، دغه برید ناکام شوی.
سېنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا هوايي دفاعي سیستمونو څو ډرونونه لهمنځه وړي او هېڅ امریکايي سرتېري، پوځي تجهیزات او یا هم شتمنۍ ته زیان نهدی اوښتی.
دغه بریدونه وروسته له هغه شوي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتوتنکي ځواک (IRGC) اعلان وکړ چې د امریکا له لوري پر قشم ټاپو د شپني برید په غبرګون کې یې په کویټ او بحرین کې د امریکا پوځي اډې او شتمنۍ په نښه کړې دي.
بل لور ته، سېنټکام د چهارشنبې په لومړیو ساعتونو کې ویلي وو چې د «ځاندفاع» په موخه یې د ایران د قشم ټاپو پر یوه ځمکني کنټرول مرکز برید کړی دی.
د دواړو خواوو ترمنځ د وروستیو پوځي اقداماتو له امله په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.