د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسې، ترکیې، قطر، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د وزارت په وینا، دا تماسونه د وروستیو سیمهییزو بدلونونو او د روانو کړکېچونو په اړه شوي چې هدف یې د وضعیت ارزونه او د ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا بلل کېږي.
په یوه جلا تماس کې، د عراقچي او د پاکستان د پوځ د عمومي مشر جنرال عاصم منیر ترمنځ هم خبرې شوي چې پهکې د امنیتي وضعیت او سیمهییزو اندېښنو په اړه بحث شوی دی.
ایراني رسنیو ویلي چې دغه هېواد هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي او د شخړو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ګډه ډیپلوماټیکه لاره غوره کړي.
تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو په اړه د یادو هېوادونو له لوري جلا رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.