د حزبالله ډلې د لبنان سوېل په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو پر ځواکونو ۱۳ جلا بریدونه کړي دي. د ډلې په وینا، په دغو بریدونو کې د سرتېرو ډلې، پوځي وسایط او د پوځ د قومندې مرکزونه په نښه شوي دي.
حزبالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د راکېټونو، توپچي بریدونو، هدایتشویو توغندیو او بریدګرو ډرونونو په وسیله یې د اسراییلي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او پرمختګونو پر ضد عملیات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د لبنان سوېل په څو مهمو سیمو کې سختې نښتې شوې دي؛ هغه سیمې چې اسراییلي ځواکونه پهکې عملیات کوي.
حزبالله ادعا کړې چې د حداثا او البلوع په سیمو کې یې څو اسراییلي «مرکاوا» ټانکونه په نښه کړي او د یوه پوځي موټر پر ضد یې چاودېدونکی ماین کارولی دی.
د ډلې په وینا، له دې امله اسراییلي ځواکونه اړ شول خپل پرمختګ ودروي او د اسراییلو د هوايي ځواک تر پوښښ لاندې شاتګ وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې نور بریدونه د لبنان سوېل د تاریخي بوفور کلاشاوخوا او د بیاضه ښارګوټي په سیمه کې ځای پر ځای شویو اسراییلي ځواکونو متمرکز وو. حزبالله ویلي چې هدایتشویو توغندیو او راکېټي بریدونو هلته د قومندې یو مرکز او زغروال پوځي واحدونه په نښه کړي دي.