د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون لپاره مالدیف ته روانه شوې.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې د کوربه مالدیف، پاکستان او بنګلهدېش د لوبډلو پر وړاندې سیالي وکړي.
دغه سیالۍ د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې کېږي.
بلخوا، د افغانستان د شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال اسیا جام د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.