Asset 1SWN

سلام وطندار

د امریکا د ولسمشر مرستیال: تراوسه ایران سره هوکړې ته نه‌يو رسېدلي

AP26148802426380-e1780018665524

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وینس وايي، د امریکا او ایران تړون ډېر پرمختګ کړی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا تراوسه نه دی لاسلیک کړی.

د راپورونو پراساس، وینس ویلي چې د جګړې په اړه هر ډول هوکړې ته له رسېدو مخکې، امريکا او ايران ته لا هم ډېرې مهمې مسلې پاتې دي چې بايد حل شي.

هغه د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يوې هوکړې لاسليکولو ته نږدې دی که نه، وېنس وويل، لا تر اوسه دا ويل ډېر وختي دي چې دواړه لوري به ”کله او څه ډول” يوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

هغه خبريالانو ته وويل: «موږ لا تر اوسه هوکړې ته نه‌يو رسېدلي، خو ډېر نژدې يو او کار پرې روان ساتو.»

د راپورونو له مخې، دا موافقه به د اوربند موده ۶۰ ورځې وغځوي او د ايران د اټومي پروګرام د راتلونکې په اړه به خبرې پيل شي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ، امريکايي چارواکو بي‌بي‌سي ته ويلي وو چې دواړه هېوادونه د يوې موافقې پر چوکاټ سلا شوي، خو لا د ټرمپ او د ايران د مشرتابه وروستي تائيد ته انتظار کېږي.

خو د ايران نيمه رسمي خبري اژانس تسنيم راپور ورکړی چې دا موافقه نه ده وروستۍ شوې او نه هم تائيد شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام