برازیل داسې مهال د ۲۰۲۶کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره چمتووالی نیسي چې د دغه هېواد مشهور لوبغاړی نیمار د ټپيکېدو له امله د ملي لوبډلې لومړنۍ تمریني غونډه له لاسه ورکړې ده.
د برازیل فوټبال فدراسیون ویلي، ۳۴کلن نیمار د ښۍ پښې د ټپ له امله طبي معایناتو ته استول شوی او تر اوسه یې د لوبېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نهده شوې.
برازیل به تر یکشنبې مخکې به خپلو تمریناتو دوام ورکړي او بیا به له پاناما سره دوستانه لوبه ولري.
نیمار چې د برازیل د تاریخ تر ټولو ډېر ګولوهونکی دی، له ۲۰۲۳کال راهیسې یې د ملي لوبډلې لپاره لوبه نهده کړې.
د هغه بېرته راستنېدو د مینهوالو ترمنځ پراخه خوښي رامنځته کړې، خو د فټنس په اړه یې اندېښنې لاهم شته.
د ۲۰۲۶کال فوټبال نړیوال جام به د راتلونکې جون میاشتې له ۱۱مې پیل او د جولای تر ۱۹مې پورې به دوام ولري. دا نړیوال جام به د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب وشي.
برازیل په سي ګروپ کې له مراکش، هایټي او سکاټلنډ سره یوځای دی.