Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۱۸ ولایتونو کې د کانکور ازموینې دویم پړاو اخیستل کېږي

کانکور

د ازموینو عمومي ادارې ویلي، د روان ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې دویم پړاو سبا پنجشنبه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې پیلیږي.

دغې ادارې نن چهارشنبه ثور ۳۰ / مې ۲۰ یوه اعلامیه کې ویلي، د کانکور دویم پړاو ازموینه به پنجشیر، لغمان، کندوز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل ولایتونو کې واخیستل شي او همدارنګه د نورستان درې مرکزي، ختیځې او لوېدیځې حوزې به هم په‌کې شاملې وي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ازموینه به سبا د ثور په ۳۱مه او د جوزا په لومړۍ نېټه واخیستل شي او د ننګرهار ولایت د درېیمې ورځې ازموینه به د جوزا په ۲مه ترسره شي.

همدارنګه ویل شوي چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور له څلورو پړاوونو ازموینو وروسته به د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم پاسانو ازموینه هم تنظیم شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام