د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بلخ په مزارشریف ښار کې د «لاجورد استوګنیز ښارګوټي» د بنسټ ډبره کېښوده.
هغه هېواد کې د بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی او ویلي، د دا ډول ښارګوټو جوړول، د کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ، د بلخ ولایت اقتصادي ارزښت هم لوړولی شي.
د دغه استوګنیز کمپلکس په جوړولو چې ټاکل شوې په اتو ودانیو کې جوړ شي، ۱۵۰ میلیون ډالر لګښت راځي.
د لاجورد استوګنیز ښارګوټي رییس فدامحمد رووفي وایي، دغه کمپلکس به د ۴۳ زره متره مربع ځمکې پر ساحه، په څلورو ۲۷ پوړیزو او څلورو ۱۷ پوړیزو ودانیو کې جوړ شي.
د چارواکو په وینا، دغه استوګنیز ښارګوټی به د ښاري عصري خدمتونو ترڅنګ شاوخوا ٧ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.