Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان ټپیان شوي

لوګر

د لوګر مرکز پل علم اړوند د «ګمبزې» سیمه کې د دوو موټرو ټکر کړی چې له امله یې ۱۲ کسان ټپیان شوي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین سلام‌وطندار ته وويل، دغه پېښه د فیلډر او سراچه موټرو ترمنځ شوې.

هغه وويل، ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي.

ورته وخت کې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند «ذاهداباد» سیمه کې هم یوه جلا ټرافیکي پېښه شوې چې له امله یې یو کس ټپي شوی.

د امنیې قومندانۍ ویاند له ټولو موټر چلوونکو غوښتي چې له تېز سرعت او بې‌احتیاطۍ څخه ډډه وکړي او ټرافیکي اصول په جدي ډول مراعت کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

چارواکي وایي، دې وروستیو کې د ټرافیکي پېښو ډېری لاملونه بې‌احتیاطي، چټک سرعت او د اصولو نه‌مراعت کول دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام