Asset 1SWN

سلام وطندار

له فرصتونو ګټه اخیستل؛ د ځوانانو د برخلیک ټاکلو کلي

ځوانان کار تحصیل

پر ځان‌ باور لرل، د مهارتونو وده، د زده‌کړو وضعیت ښه‌والی، مالي خپلواکي او مناسب کارځای ته رسېدل هغه موارد دي چې د ځوانانو په وینا، د رامنځته شویو فرصتونو له استفادې وروسته یې ترلاسه کړي.

دا لاسته‌راوړنې ښيي چې فرصتونه کولی شي د ځوانانو د ژوند لاره په بنسټیز ډول بدله کړي او د پرمختګ او بریا نوې دروازې ورته پرانیزي.

له ۳۶ ځوانانو (۲۰ هلکانو او ۱۶ نجونو) سره د سلام‌وطندار د خبرو موندنې ښيي چې له دې ډلې ۳۰ هغوی له شته فرصتونو ښه ګټه اخیستې او توانېدلي د خپل ژوند لوری د بریا او پرمختګ پر لور بدل کړي.

خو ۶ نور وایي، د شته فرصتونو په اړه د کافي پوهاوي نه‌لرلو له امله یې د ژوند ځینې ارزښتناکه فرصتونه له لاسه ورکړي.

د فاریاب ۲۲ کلن علي چې د اقتصاد پوهنځي محصل دی، وایي چې د زده‌کړو ترڅنګ له هغو فرصتونو هم ګټه اخلي چې د انټرنېټ له لارې ورته برابر شوي.

«د زده‌کړو ترڅنګ هڅه کوم له هغو تعلیمي او علمي فرصتونو څخه چې راته برابرېږي، په غوره ډول ګټه واخلم، څو خپل راتلونکی ښه جوړ کړم. فرصتونه ډېری د استادانو، روزنیزو پروګرامونو او انټرنېټ له لارې برابریږي.»

له مرکه شویو ځوانانو څخه ۱۵ یې له تحصیلي فرصتونو، ۱۴ یې له کاري فرصتونو او ۷ نورو له نویو فرصتونو او مهارتونو لکه د ژبې زده‌کړه، کمپیوټر او فردي مهارتونو ګټه اخیستې.

د فاریاب ۲۱ کلنه آسیه وایي، تر ټولو مهم فرصت چې ترلاسه کړی یې دی، په انلاین بڼه د زده‌کړو دوام دی.

هغې وویل: «زما د ژوند تر ټولو مهم فرصت همدا د زده‌کړو انلاین دوام دی چې راته یې اجازه راکړې د محدودیتونو ترڅنګ، زده‌کړو ته دوام ورکړم او خپلو موخو ته نږدې شم.»

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۶۳ سلنه نفوس له ۲۵ کلونو کم‌عمره ځوانان جوړوي، هغه قشر چې د دوامدار اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ محرک ځواک بلل کېږي او فرصتونو ته لا ډېره اړتیا لري.

په دې منځ کې، یو شمېر دولتي او نادولتي بنسټونو هڅه کړې چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ځوانانو ته ډول ډول فرصتونه برابر کړي.

۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان راپورونه ښيي چې له ژورو اقتصادي او بشري ستونزو سره سره، په ځانګړي ډول خصوصي سکټور کې د کار او معیشت فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې شوې، خو له شته مرستو اړتیاوې لا هم ډېرې دي.

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې خپاره شوي راپورونه ښيي چې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی، په ۲۰۲۵ کال کې د کار رامنځ ته کولو نوښتونو له لارې د افغانستان په خصوصي سکټور کې له ۴۴ زرو ډېر دوامدار کاري فرصتونه رامنځته شوي.

ملګرو ملتونو همداراز په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۱۸ زرو ډېرو ښځینه متشبثینو ملاتړ کړی او داسې پروژې یې پلې کړي چې په کوچنیو او منځنیو شرکتونو کې د ښځو اقتصادي ونډه پیاوړې کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم د نږدې ۹ زره او ۵۹۹ دندو ملاتړ کړی چې پکې له ۳ زرو ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابرول او دندې پیاوړې کول شامل دي.

ځینې دغه ځوانان وایي، د تعلیمي فرصتونو ترڅنګ یې له تحصیلي امکاناتو هم د ښې راتلونکې او غوره ژوند جوړولو لپاره ګټه اخیستې.

د فاریاب ۲۴ کلن ابراهیم عزیزي او د کابل ۲۶ کلن بدرالله چې محصلان دي، وایي:

«هغه فرصتونه چې تر ډېره راته برابر شوي، ازاد کارونه وو. د فاریاب په کچه مې په بېلابېلو ځایونو کې دندې ترسره کړې او کار مې وکړ، همداراز له هغو ازادو کارونو مې ګټه واخیسته چې راته برابرېدل، څو وکولی شم پوهنتون ولولم او په یوه شخصي دفتر کې کار وکړم.»

«کله چې فارغ شوم، په لومړي فرصت کې وتوانېدم د یوه پوهنتون د استاد په توګه دنده ترلاسه کړم، چې دا راته ډېر مرسته کوونکی فرصت و. تر ټولو مهم فرصت هغه وخت و چې یوه ازموینه مې تېره کړه او راته زمینه برابره شوه څو هغه بست ته لار پیدا کړم چې غوښتنه مې یې لرله؛ همدا زما د ژوند غوره فرصت و.»

سره له دې چې دولتي او نادولتي بنسټونه هڅه کوي د ځوانانو د ودې او پیاوړتیا لپاره بېلابېل فرصتونه برابر کړي، د نړیوال بانک راپورونه ښيي چې د افغانستان نږدې څلورمه برخه ځوانان لا هم له بې‌کارۍ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد اقتصاد یوازې ۴.۳ سلنه وده کړې، هغه وده چې د پراخې بېوزلۍ، د خوړو ناامنۍ او مخ پر زیاتېدونکې بېکارۍ په څېر ژورو ستونزو ته یې حل‌لاره نه‌ده موندلې.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، دغه ستونزې لا هم د خلکو د معیشت د ښه‌والي پر وړاندې اساسي خنډونه بلل کېږي.

خو له دې ټولو سره سره، په دې راپور کې مرکه شویو ځوانانو ویلي چې هڅه کوي له شته فرصتونو څخه اغېزمنه او غوره ګټه واخلي.

په همدې حال کې، یو شمېر ارواپوهان د ځوانانو لپاره د فرصتونو پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، بېکاري د رواني ستونزو له مهمو لاملونو څخه ده او کولی شي د ځوانانو انګېزه کمه کړي.

ارواپوه محمدالله بلوچ وایي: «بېکاري تر ټولو ناوړه ستونزه او د نورو اختلالاتو د رامنځته کېدو لامل دی. انګېزه د اړتیا له امله پیدا کېږي، کله چې د یوه ځوان اړتیا کار او زده‌کړه وي، خو ونه توانېږي خپلې زده‌کړې او کار ته دوام ورکړي، بې‌شکه خپله انګېزه له لاسه ورکوي. د انګېزې کمښت سبب کېږي چې انسان په ژوند کې ښه احساس ونه‌لري او د پرمختګ فرصتونه له لاسه ورکړي.»

د اقتصادي مسایلو کارپوهان هم باور لري چې د ځوانانو له‌خوا له فرصتونو اغېزمنه ګټه اخیستنه کولی شي د یو پیاوړي محرک په توګه د هېواد د اقتصادي ودې انجن چټک کړي.

اقتصادي شنونکی شاکر یعقوبي په دې اړه وایي: «که ځوانان وکولی شي له کاري او تحصیلي فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي، په حقیقت کې د هېواد د اقتصادي ودې اصلي انجن به حرکت وکړي، ځکه ځوان ځواک چې مهارت، پوهه او تجربه ترلاسه کړي، هم د کار ځواک تولید لوړیږي، هم نوښت رامنځ ته کیږي، هم کاري زمینې پراختیا پیدا کوي او هم پر محدودو سرچینو تکیه راکموي.»

په همدې حال کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي، د خلکو د کاري وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې روانې دي.

دوی ټینګار کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېوادوالو لپاره بېلابېل کاري، تخنیکي او مسلکي فرصتونه برابر شوي.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي سلام‌وطندار ته وایي: «د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له ۵۰۰ زرو ډېر کسان په رسمي امارتي او خصوصي دندو بوخت شوي. همداراز د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي داسې پروژې پلې کړي چې له لارې یې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي. دغه وزارت هڅه کوي هغو کسانو ته چې له زده‌کړو پاتې شوي، د بازار د اړتیا له مخې بېلابېل تخنیکي او مسلکي مهارتونه ور وښيي.»

د دې راپور د موندنو له مخې، د ځوانانو له‌خوا له تحصیلي، کاري او مهارتي فرصتونو اغېزمنه ګټه اخیستنه د هغوی د ژوند د ښه‌والي، د مهارتونو د لوړوالي او د مالي خپلواکۍ سبب شوې؛ خو اقتصادي ستونزې او بېکاري لا هم د ځینو ځوانانو پر وړاندې خنډ دي او نه پرېږدي چې له دغو فرصتونو بشپړه ګټه واخلي.

کارپوهان ټینګار کوي چې بېکاري د ځوانانو پر انګېزې او رواني روغتیا منفي اغېز لري او د لا ډېرو فرصتونو برابرول کولی شي د هغوی په پرمختګ او د ټولنې په ودې کې مهم رول ولوبوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام