د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې د حزبالله لهخوا د اوربند د سرغړونې تر ادعا وروسته یې پوځ ته امر کړی چې لبنان کې د دې ډلې پر هدفونو «په ځواکمن ډول» بریدونه وکړي.
دا پرېکړه دوه ورځې وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د درې اوونیو لپاره د اوربند د غځولو اعلان کړی و.
د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې یو «مشکوک هوايي هدف» چې له لبنان څخه د اسراییلو پر لور توغول شوی و، شنډ شوی او دا یې د اوربند ښکاره سرغړونه بللې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوځ ادعا کړې چې حزبالله د چاودېدونکو توکو وړونکي بېپیلوټه الوتکې کارولي او د دوی ځواکونه یې هدف ګرځولي دي.
بلخوا، د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلي هوايي بریدونو له امله د شنبې پر ورځ شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
راپورونه ښيي چې له جمعې راهیسې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښه ده.