د خوست ولايت مقام څخه نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد ولایت په ګډون د هېواد په پنځلس ولایتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېل (غوړ) لرونکو نباتاتو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د تثبیت او سروې پروسه په منظم، او تخنیکي ډول روانه ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې خوست کې د چارو ادارې او د کرنې وزارت د ګډ تخنیکي پلاوي له لوري د دغه ولایت په صبریو- یعقوبیو، تڼیو، علېشیرو- تریزیو او باک ولسوالیو کې ټولټال نولس زره پنځه سوه یوولس(۱۹۵۱۱) جریبه ځمکه د تېل (غوړ) لرونکو نباتاتو د کرنې لپاره تثبیت او سروې شوې ده.
یاده ځمکه د کرنیزو معیارونو له مخې مناسبه ارزول شوې او پلان دا دی چې په نږدې راتلونکي کې به پرې بېلابېل تېل لرونکي نباتات لکه شړشم، کنجد، زغر، لمرګلۍ او ممپلي وکرل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې زياته شوې چې دا اقدام به نه یوازې د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي، د بزګرانو د عوایدو لوړولو، د کرنیزو محصولاتو د تنوع رامنځته کولو او د هېواد د خوراکي او اقتصادي ځانبساینې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د دغې پروسې عملي کېدل به د وارداتي نباتي تېلو پر ځای د کورنیو تولیداتو د ودې لامل شي او ملي اقتصاد به لا پیاوړی شي.