Asset 1SWN

سلام وطندار

د روزګان اوسېدونکي: د مرکزي روغتون خدمات دې پراخ شي

WhatsApp Image 2026-04-11 at 2.12.51 PM

د روزګان اوسېدونکي شکایت کوي چې د یاد ولایت مرکزي روغتون د زیاتېدونکي نفوس په پرتله کوچنی دی او کافي امکانات نه لري.

د دوی په خبره، روغتون کې نه یوازې د بسترونو کموالی دی، د درملو او طبي وسایلو نشتوالي هم د ناروغانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

دوی همداراز زیاتوي که څه هم ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي په شته امکاناتو روغتیايي هڅي  کوي، خو اساسي ستونزې لاهم پر ځای دي.
د روزګان اوسېدونکي عبدالرشید وویل: «د مرکزي روغتون ظرفیت د خلکو اړتیاوو ته په کتو ډېر کم دی، ناروغان د بسترونو د نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي.»

همداراز سمیع‌الله وایي: «ډاکټران خپله هڅه کوي، خو د وسایلو او امکاناتو کمښت له امله نه شي کولای چې بشپړ خدمات وړاندې کړي.»

یوشمېر ناروغان او د هغوی پایوازان هم ورته اندېښنې لري. دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د مرکزي روغتون د پراختیا بهیر چټک کړي او لازم امکانات برابر کړي، څو ناروغان پر وخت درملنه ترلاسه کړي

ناروغ لرونکی قاسم وايي: «موږ له لرې سیمو څخه راغلي یو، خو دلته نه کافي درمل شته او نه هم د بستر اسانتیا، ډېر وخت باید انتظار وباسو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حمیدالله هم وایي: «زموږ له دولت څخه دغخه غوښتنه ده چې دلته روغتیایې خدمات او ستونزې پر وخت حل کړي.»

بل لور ته، د عامې روغتیا ریاست مسوولان د روغتون د پراختیا ډاډ ورکوي. د روزګان د عامې روغتیا رییس محمدالله روحاني سلام‌وطندار ته وایي: «د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د روزګان مرکزي روغتون د پراختیا امر شوی او پلان شته چې دا روغتون له ۱۰۰ څخه ۲۰۰ بسترو ته لوړ شي.»

نوموړی زیاتوي چې د دې پروژې اداري چارې روانې دي او عملي کار به یې د پروسیجر له بشپړېدو وروسته پیل شي. «اوس مهال په دې ولایت کې هره میاشت شاوخوا ۱۵۰زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.»

که څه هم د روزګان د مرکزي روغتون د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، خو اوسېدونکي یې ټینګار کوي چې دا بهیر باید ګړندی شي، څو د روغتیايي خدماتو شته ستونزې ژر تر ژره حل او خلکو ته معیاري اسانتیاوې برابرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام