Asset 1SWN

سلام وطندار

بېړنیو مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د کونډو ښځو حقونه

Image ID 2CNP302 Afghan women in line waiting to vote in Mazar-i-sharif in 2014 05042014 CREDIT REUTERS,Alamy Stock Photo

په داسې حال کې چې اسلامي شریعت او نړیوال اسناد بېړنیو مالي مرستو ته د کونډو او بې‌سرپرسته ښځو د لاسرسي پر حق ټینګار کوي، خو شواهد ښيي چې کندوز کې ډېری دغه ښځې په عمل کې له دې حقه بې‌برخې پاتې دي.

د قرآن کریم (سورة التوبه، آیت ۶۰) کې بېوزله او اړمن کسان د زکات له مستحقینو څخه ګڼل شوي او په احادیثو کې هم راغلي چې د کونډو ښځو پالنه له مهمو ټولنیزو چارو څخه بلل کیږي.

همداراز، د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې په څېر نړیوالو قوانینو کې هم د بحران پرمهال د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول او ملاتړ یو اساسي حق بلل شوی.

اخوا، د افغانستان د اساسي قانون (۱۳۸۲) له مخې، دولت مکلف دی چې له زیان‌منو خلکو په ځانګړي ډول له کونډو ښځو ملاتړ وکړي.

اخوا، افغانستان له بېوزلۍ، بېکارۍ او د کلونو جګړو له پایلو سره مخ دی، داسې وضعیت چې کونډې ښځې یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

دې سره، کندوز کې یو شمېر کونډې ښځې له سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي چې د بشري او بېړنیو مرستو نامنظم وېش له امله له مرستو بې‌برخې پاتې شوي.

۴۰ کلنه کونډه ګل‌بي‌بي چې د پنځو ماشومانو مور ده، وایي چې وروستی ځل یې شاوخوا ۷ میاشتې مخکې مرسته ترلاسه کړې او له هغه وروسته نه نغدي او نه هم خوراکي مرسته ورسره شوې.

د هغې په وینا، سره له دې چې څو ځله یې غوښتنه کړې، نوم یې د مرستو د ترلاسه کوونکو په لېست کې نه دی شامل شوی او ادارو ته د تګ بهیر ورته ستونزمن دی.

«ستونزه دا ده چې ډېر مرستو پسې وګرځې، ملک ته ولاړ شي، دولت ته عریضه وکړي. کله چې سروې کوي، باید د انسان له حاله خبر شي. دولت باید تل مرسته وکړي، خو څوک د چا پروا نه کوي. که د شپې ګاونډیان راته ډوډۍ را نه وړي، زه او اولادونه مې وږي پاتې کېږو.»

همداراز، د کندوز بله اوسېدونکې ۴۷ کلنه شیما وایي چې شاوخوا ۹ میاشتې کېږي هېڅ مرسته یې نه‌ده ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې مخکې به ورته په دوره‌یي ډول مرستې رسېدلې.

هغې زیاته کړه چې ورته ویل شوي مرستې کډوالو ته ځانګړې شوي.

«نهه میاشتې کېږي چې له مرستو هېڅ خبر نه‌یو. موږ یو کارت لرو، څو ځله ولاړو، راته وویل شول چې ستاسو مرستې کډوالو ته ورکړل شوي. لاړ شئ او انتظار وباسئ، اوس مرسته نشته. نه کومه موسسه شته او نه نورې مرستې، وایي ټولې کډوالو ته ورکوو.»

۶۰ کلنه بی‌بي رحیمې یوازې یو ځل نغدي مرسته ترلاسه کړې او له هغه وروسته له هر ډول مرستو بې‌برخې پاتې شوې.

هغه وایي چې د نوم‌لیکنې او مرستو ته د لاسرسي بهیر پېچلی دی او نوم یې په سختۍ سره په لېست کې شامل شوی.

«په دې دومره وخت کې مې یوازې یو ځل مرسته ترلاسه کړه، بیا هېڅ مرسته ونه شوه. د شهیدۍ پیسې هم نه راکوي. ژوند ډېر سخت شوی، روژه هم په سختۍ تېره شوه. نه کار شته، نه وظیفه او نه مرسته. مالومات نه لرم، نه پوهېږم چې د مرستې لپاره چېرې ولاړه شم، هېڅ دولتي ځای مو هم نه دی لیدلی.»

د کندوز د دشت ارچي اوسېدونکې آمنه وایي چې په ټولیز ډول یې دوه ځله مرسته ترلاسه کړې، یو ځل خوراکي توکي (اوړه، غوړي، دال، بوره او چای) او بل ځل نغدي مرسته.

هغه ټینګار کوي چې د مرستو د ترلاسه کولو د بهیر په اړه کافي مالومات نه لري او ډېری وخت د منځګړو یا د کلي د ملک له لارې خبرېږي.

«د ملګرو ملتونو له لوري مرسته وه، اوړه، غوړي، دال، بوره او چای وو. هو، مرسته مې ترلاسه کړې، خو یوازې دوه ځله، یو ځل خوراکي توکي وو او بل ځل نغدي پیسې وې.»

دا روایتونه ښيي چې مرستې محدودې، نامنظمې او په ډېرو مواردو کې لېستونو او منځګړو پورې تړلې دي او ځینې ښځې له میاشتو، ان تر یوه کال پورې، له مرستو بې‌برخې پاتې شوي.

دیني عالم مولانا شفیع‌الله احمدي ټینګار کوي چې په اسلامي لارښوونو کې کونډو او اړمنو ښځو سره مرسته ځانګړی ځای لري.

د هغه په وینا، په بېړنیو حالاتو کې باید دغه ښځې په لومړیتوب کې ونیول شي، ځکه د ماشومانو د ساتنې او د کورنۍ د معیشت مسؤلیت په غاړه لري.

«د اسلامي لیدلوري له مخې، د دې قشر د اساسي اړتیاوو پوره کول نه یوازې یو نېک عمل دی، بلکې یو ټولنیز مسؤلیت هم دی چې باید د زکات او صدقو له لارې عملي شي.»

دیني عالمان د اسلام له نظره د کونډو ښځو پر مشخصو حقونو هم ټینګار کوي او وایي چې په حنفي فقه کې کونډې ښځې د اړمنو او د ملاتړ مستحقو کسانو له ډلې ګڼل کېږي او که بېوزله وي، د زکات او نورو مالي مرستو د ترلاسه کولو بشپړ حق لري.

«حنفي فقه کې د ښځو نفقه پر سرپرست (مېړه یا ولي) واجب ده او که مېړه یا ولي نه وي، لومړی خپلوان د هغوی د نفقې مسؤل دي. که هغوی هم وس ونه لري، نو بیت‌المال مسؤلیت لري. هغه کسان چې غواړي خپل زکات ورکړي، بېوزلې (کونډې) ښځې په بشپړه توګه د زکات مستحقې دي او په ځینو مواردو کې هغوی ته مرسته کول تر نورو هم غوره بلل شوي. همداراز، په بیړنیو حالاتو کې د حنفي فقه له مخې د نفس ساتنه (حفظ النفس) د شریعت له سترو مقاصدو څخه ده، نو ځکه باید بېوزلو او کونډو ښځو ته لومړیتوب ورکړل شي.»

په همدې حال کې، یو شمېر حقوق‌پوهان ټینګار کوي چې د کونډو ښځو لپاره بېړنیو مرستو ته لاسرسی نه یوازې یو بشري اړتیا، بلکې یو قانوني حق هم دی.

حقوق‌پوه شفیق‌الله ایزدیار وایي چې حکومت باید له زیان‌منو قشرونو، په ځانګړي ډول له کونډو ښځو او یتیمو ماشومانو ملاتړ وکړي.

د هغه په وینا، ملي قوانین او نړیوال اسناد د برابرۍ او د تبعیض نه کولو پر اصل ټینګار کوي، خو په عمل کې د مدیریت کمزوري او د اغېزمنې څارنې نشتوالی د دغو اصولو د پلي کېدو مخه نیسي.

«د قوانینو له بنسټیزو اصولو څخه یو دا دی چې پر ټولو وګړو تطبیقېږي، که کورنۍ ښځې وي، کونډې ښځې، ماشومان یا نارینه. بېړنۍ مرستې باید تبعیضي نه‌وي، دا د هغو کسانو قانوني حق دی چې اړتیا ورته لري، په ځانګړي ډول د کونډو او بې‌سرپرسته ښځو لپاره.»

اخوا، د امربالمعروف او نهی‌عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وایي چې د شرعي اصولو له مخې ښځو ته د خدماتو، په ځانګړي ډول د مرستو د ترلاسه کولو په بهیر کې لومړیتوب ورکول شوی.

«لومړیتوب باید ښځو ته ورکړل شي، ځکه ښځې د نارینه‌وو په څېر نه شي کولی اوږده موده انتظار وباسي او دا ورته مناسب هم نه دی. د دې وزارت له لوري په دې اړه ټولو ولایتونو ته لارښوونې شوې او دا بهیر دوام لري چې تل او هر وخت د جوماتونو، قومي شبکو او د عامه اړیکو له لارې، په لیکلي او غږیز ډول خپرېږي.»

سره له دې چې ملي قوانین، اسلامي اصول او نړیوال اسناد د ښځو، په ځانګړي ډول د کونډو او بې‌سرپرسته ښځو، د بېړنیو مرستو پر حق ټینګار کوي، خو د دې راپور موندنې ښيي چې دغه حق په عملي ډګر کې له جدي خنډونو سره مخ دی.

محدودې مرستې، د لېستونو د شفافیت نشتوالی، د منځګړو رول او نورو ډلو ته لومړیتوب ورکول هغه عوامل دي چې د ښځو لاسرسی یې محدود کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام