د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره یې هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي او اوربند هم نه مني.
د راپورونو پر اساس، ده ویلي چې مذاکره هغه وخت مانا لري چې دوه هېوادونه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره رسمي خبرې وکړي، حال دا چې د دوی او امریکا ترمنځ داسې څه شتون نه لري.
هغه زیاته کړه چې د امریکا له لوري پیغامونه ترلاسه کوي او هر وخت چې اړتیا وي، دغو پیغامونو ته ځواب ورکوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې تر اوسه هېڅ ډول رسمي مذاکرات نه دي شوي او په دې اړه خپرېدونکې ادعاوې ناسمې دي.
عباس عراقچي همدارنګه ویلي، د پیغامونو تبادله ـ چې کله ناکله د دوی له لوري خبرداری وي یا مقابل لوری کومه موضوع مطرح کړي ـ مذاکره نه بلل کېږي، خو دا بهیر روان دی.