د پکتیا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د لومړي ځل لپاره دغه ولایت کې د حاصل په نوم د یوه بنسټ لخوا، مالدارنو او بزګرانو ته د مرابحې په ډول د کوچنیو پورونو ورکولو بهیر پیل شوی.
مسوولان وايي چې یاد پرګرام د کرنې او مالدارۍ د عصري کولو، د مالدارانو او بزګرانو لاسنیوي، د اقتصادي وضعیت ښه کولو او کلیوالي سیمو کې د بېوزلې کچې راټیټولو لپاره پیل شوی.
یو شمېر بزګران او مالداران چې پورونه یې ترلاسه کړي وایي، ډېر لنډ وخت کې یې کاروبار ښه شوی او تمه لري چې خپل کار ته نوره هم پراختیا ورکړي.
سید الرحمن چې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په خپله ځمکه بزګري کوي وایي چې له حاصل موسسې یې ۲۰۰ زره افغانۍ پور ترلاسه کړی.
هغه وویل، د پور په ترلاسه کولو سره يې په ډېر لنډ وخت کې ځمکې ته اوبه برابرې کړي چې په دې سره به يې راتلونکي حاصلات هم زیات شي او بیرته به توان پیداکړي چې پور هم ورکړي.
«زموږ پټي ډېر و بیا موږ له موسسې پور واخیست، اوبه نه وې ورته، یو پټي به مو کرلی و، نور به دغسې پاتې و، ځکه پټي ډېر و. بیا چې موږ دا د ای ډی ایف موسسې څخه پور واخیست، سولر شمسي مو واخیستې الحمدالله ښې اوبه شته پټي ټول پرې کرم ښه ګټه راته کوي.»
محمد خان چې هم د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکی دی او مالداري کوي. هغه وایي چې د حاصل په نوم له یوې موسسې څخه یې پور ترلاسه کړی.
نوموړي وویل، په دې سره توانېدلی چې خپلو څارویو ته درمل، خوراکه او نور اړین توکي واخلي چې ورسره یې مالداري له زیان ژغورل شوې.
هغه وویل، د مرابحې په ډول د پور ورکولو سره د ډیری مالدارانو ستونزې حل کېدی شي.
«مخکې زموږ عاید ډېر کم و، بیا چې حاصل موسسې موږ ته پور راکړ، اوس زموږ عاید ورسره ۶۰ سلنه زیات شوی. بل دا د خلکو لپاره ډېر ښه سهولت دی چې خلکو ته قرض ورکوي او بیا یې د کېشت له لارې بیرته اخلي او ورته جمعه کیږي.»
د کرنې برخې کارپوهان هم بزګرانو او مالدارانو ته د کوچنیو پورونو ورکول خورا ګتور بولي او وایي چې په دې سره د مالدارۍ او کرنې برخه لا پراختیا موندلی شي او په کلیوالي سیمو کې به د بېوزلۍ کچه هم راکمه کړي.
د کرنې برخې کارپوه عزیزالله کریمي سلاموطندار وویل: «کوچني او منځمهاله پورونه د تولید په زیاتوالي او د کلیوالي فقر په کمولو کې مهم رول لري. مثلا بزګران او مالدارن په خپل وخت کولی شي درمل، خوراکه، کیمیاوي سره، حیواني سره په خپل وخت له بازار نه واخلي او خپلو ځمکو او کروندو ته یې ورکړي.»
په ورته مهال، پکتیا کې د حاصل موسسې مسوول حشمت الله تاند وویل، کله هم چې یو کس د دوی له ادارې څخه پور ترلاسه کوي، باید ځانګړې فورمې ترلاسه کړي.
د نوموړې په خبره، د پور اخیستونکې څخه ضمانت اخیستل کیږي.
هغه زیاته کړه چې تراوسه يې پکتیا کې ۵۹ کروندګرو او مالدارانو ته پورونه ورکړي چې له لس زره افغانیو پیل تر ۱۵ لکه افغانیو پورې هم پورونه ورکړل شوي.
«مخکې له دې نه چې موږ چا ته تمویل ورکړو، د دوی د کاروبار ارزیابي کوو، هغه که دهقان وي، که مالدار وي، که تجار وي او که صنعت کار وي. موږ ګورو چې ایا دغه شخص مالدار، دهقان، تجار او یا صنعت کار رښتیا دې تمویل ته ضرورت لري او که یې نلري. که چېرته موږه دا مشاهده کړه او یا مو ولیده چې تمویل ته ضرورت نلري او پیسې حیف او میل کوي یا یې په نورو لارو چارو لګوي او یا یې د زراعت او مالداري د برخې څخه بلې خوا ته یې منحرف کوي، بیا موږ له هغوی سره کاروبار نه کوو.»
د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وایي چې د پور ورکولو یاد پرګرام به وکولی شي د مالدارانو ستونزې راکمې کړي او اقتصاد به یې تر یوه بریده ورسره ښه شي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وویل، د کوچنیو پورونو ورکړه به وکولی شي چې د مالدارۍ او کرنې برخې میکانیزه او عصري کړي چې په دې سره تولید او حاصلات زیاتیږي.
«که یو څوک ځمکه لري، د دې ځمکې لپاره د اوبو سرچینه نلري، نو هغه د اوبو سرچینې لپاره ضرورت لري. یا یو څوک کسب او کار کوي، کرنه کوي مثلا مڼې اخلي، خو د هغوی د ساتنې او بازار ته د وړاندې کولو لپاره بیا په لاس کې څه نلري. شنو خونو ته ضرورت لري، د پروسس ماشینونو ته ضرورت لري مثلا مڼه، رومي بانجان وکري یا نور شیان وکري چې بیا روب یا نور شیان ترې جوړ کړي او د خلکو لپاره اوږد مهاله ګټه وکړي، هغه ترې جوړ کړي.»
د کرنې برخې کارپوهانو په خبره، کروندګرو او مالدارانو ته د پورونو ورکړه لامل کیږي چې یادو دواړو برخو کې شته ستونزې تر ډېره حل او پر محصولاتو مثبته اغېزه ولري.


