Asset 1SWN

سلام وطندار

د خبرداریو ترڅنګ، پاکستان افغانستان کې د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

پر کابل د پاکستان برید

سره له دې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو میاشت پوره کیږي او د نښتو پراخېدو او د منفي پایلو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي، خو اسلام‌اباد خبرداری ورکوي چې خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار نن دوشنبه د مارچ ۲۳مه د «پاکستان ورځې» په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، اسلام‌اباد به افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره هدفمندو عملیاتو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې چې دغه اقدامات د ملي امنیت او سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره ترسره کېږي.

«پاکستان به د امنیتي ګواښونو د بشپړ له‌منځه وړلو لپاره خپلو قاطع اقداماتو ته دوام ورکړي. د «ټي‌ټي‌پي» او «بي‌اېل‌ای» پر وړاندې عملیات د ملي امنیت او سیمه‌ییز ثبات د تأمین په موخه ترسره کېږي. دا اقدامات د سرحدونو اخوا د ګواښونو پر وړاندې د پاکستان د پراخې ستراتیژۍ برخه ده.»

سره له دې چې د اختر ورځو کې اوربند اعلان شوی وو، خو د پاکستان پوځ د اختر په لومړۍ او درېیمه ورځ هم د افغانستان په ځینو سیمو، لکه کونړ، پکتیکا او نورستان بریدونه کړي چې مرګ‌ژوبله یې هم لرلې ده.

دې سره، د کړکېچ نړوالې ډلې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو شدت او دوام خطرناک پړاو ته رسېدلی او د دې نښتو د اقتصادي پایلو او اوږدېدو په اړه یې خبرداری ورکړی.

دې بنسټ زیاته کړې چې ټولې نښې د تاوتریخوالي د زیاتېدو ښکارندويي کوي، خو پاکستان به د جګړې له لوړو لګښتونو سره سره لږه ګټه تر لاسه کړي.

د چارو شنونکو په باور، شونې ده چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې اوږدمهاله بڼه خپله کړي، ځکه پاکستان له رامنځته شوي فرصت څخه په ګټې اخیستنې، داسې مهال چې د نړیوالې ټولنې پام نورو بدلونونو ته، لکه د ایران او امریکا او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ او همدارنګه د روسیې او اوکراین جګړې ته اوښتی، هڅه کوي خپل اهداف مخته یوسي او اوربند ته لېوالتیا نه لري.

سیاسي شنونکي محمود اضطرابي او مطیع‌الله ارین په دې اړه وایي:

«دامهال لږ تر لږه دوه سترې جګړې روانې دي، د روسیې او اوکراین جګړه او ایران سره د اسرائیل او امریکا کړکېچ. پاکستان له دې وضعیته ګټه اخلي او فرصت څخه استفاده کوي، ځکه پوهېږي چې د نړۍ پام نورو جګړو ته اوښتی. د اسلامي امارت د کمزوري کولو لپاره، د نورو هېوادونو په اشاره اقدامات کوي، تر هغو چې دغه لویې جګړې راکمې نه‌شي، دا جګړه به هم دوام ومومي.»

«د اوږدمهاله جګړې احتمال لوړ دی، ځکه اوربند نازک وو او ان د اختر ورځو کې هم د جګړې د درېدو تضمین نه‌و. دا ښيي چې تاوتریخوالی په پراخېدو دی او د غیردولتي لوبغاړو شتون به دا جګړه لا اوږده او پېچلې کړي.»

د ویلو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې نن ۳۰مې ورځې ته داخلې شوي.

په دې موده کې پاکستان د بېلابېلو ولایتونو، په ګډون د پلازمېنې کابل پر پوځي او ملکي اهدافو ډېر بریدونه کړي.

د دغو بریدونو له تر ټولو مرګونو پېښو څخه یوه هم کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز برید و چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په شپه ترسره شو او له امله یې تر ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شول.

په مقابل کې یې، افغانستان هم د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د پاکستان پر پوځي تاسیساتو او اهدافو بریدونه کړي، خو سره له دې، اسلامي امارت څو ځله د تاوتریخوالي د کمېدو او د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماتیکو لارو چارو ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام