د اوزبیکستان حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته یې د خوراکي توکو په ګډون له ۲۹۰ ټنو څخه ډېرې بشري مرستې استولې دي. دغه مرستې د حیرتان بندر له لارې د افغانستان مسوولانو ته سپارل شوې دي.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي او تاشکند هڅه کوي د بشري مرستو له لارې د هغوی ملاتړ وکړي.
د وزارت په خبره، دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه هم اخیستل شوی دی.
د مرستو د سپارلو په مراسمو کې د اوزبیکستان استازو او یوشمېر سیمهییزو چارواکو ګډون کړی وو. په دې ناسته کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په بېلابېلو برخو کې به ګډ کار نور هم پراخ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوزبیکستان داهم ویلي چې د دغو مرستو برابرول د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ او د ثبات د ټینګښت لپاره د دوی د پراخو بشري هڅو برخه ده.
سره له دې چې اوزبیکستان لاهم د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو په وروستیو کلونو کې یې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې جاري ساتلې دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو مخکې ویلي وو چې غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر پنځو میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.