Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي: منځني ختیځ کې د ایراني ډرون شنډولو لپاره زموږ ټيمونه فعال دي

ولودیمیر+زلنسکی

د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي ویلي چې د منځني ختیځ او خلیج په سیمو کې د ایراني بې‌پيلوټه الوتکو «شاهد» پر ضد د دفاع لپاره د اوکراین ۲۰۰ څخه زیات پوځي کارپوهان فعالیت کوي.

زېلېنسکي د بریتانیا د پارلمان غړو ته په وینا کې وویل: «دا پوځي متخصصین دي، هغه کسان چې پوهیږي څنګه مرسته وکړي او د شاهد ډرونونو پر ضد دفاع وکړي.»

نوموړي زیاته کړه چې د اوکراین ټیمونه په اماراتو، قطر، سعودي عربستان کې فعال دي او پر لاره د کویټ لپاره هم دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه وویل: «موږ له څو نورو هېوادونو سره هم همکارۍ لرو، موافقې لا دمخه شوي. موږ نه غواړو د ایراني رژیم دغه ترهګریز فعالیت پر خپلو ګاونډیو هېوادونو بریالی شي.»

تېره اوونۍ زېلېنسکي ویلي وو چې پوځي ټیمونه څو خلیجي هېوادونو او اردن ته لېږل شوي دي.

زېلېنسکي د بریتانیا د لومړي کیرسټارمر او د ناټو د مشر مارک رټي سره د ملاقات په ترڅ کې وویل چې روسیې د شاهد-۱۳۶ ډرونونه له ایرانیانو ترلاسه کړي چې هغوی روسیې ته د ډرونونو د کارولو لارښوونې ورکړې او د تولید ټکنالوژي یې هم ورکړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام