دې وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د کونړ بېلابېلو سیمو ته زرګونه کورنۍ راستنې شوي.

یو شمېر دغه راستانه شوي وايي چې له ګڼو روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ګلالۍ چې دې وروستیو کې له پاکستانه راستنه شوې او دامهال د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې خپل پلرني کلي کې اوسیږي وايي، د روغتیايي مرکزونو لرې‌‌والي او د ښځینه ډاکټرانو نه‌شتون د ښځو لپاره جدي ستونزې جوړې کړي.

هغې وویل: «روغتنونو کې دا ستونزه ډیره ده. موږ چې کله روغتون ته ځو، نو هلته ښځینه ډاکټرانې نه‌وي، ډېر خلک شته دي چې هغوی زموږ په څېر اطرافو کې ژوند کوي، هغوی نارینه ډاکټرانو ته نه ورځي.»

لطیف‌الرحمن هم له پاکستانه راستون شوی او د کونړ ماڼوګۍ ولسوالۍ کې خپل کلي کې ژوند کوي.

هغه له حکومته د روغتیايي او نورو لومړنیو خدماتو د برابرولو غوښتنه کوي.

«روغتیايي مرکزونه زموږ څخه لرې دي، موږ دومره وس نه لرو چې هلته ځان ورسو. کله چې د تورخم له لارې راغلو، یوازې ۱۲ زره افغانۍ مرسته یې کړې.»

بل لور ته د کونړ د عامې روغتیا ریاست ویاند ایازخان ساپي وايي، د لرې پرتو سیمو خلکو لپاره د لنډمهالو پروژو له لارې تر ۷۰ پورې روغتیايي مرکزونه منظور شوي چې په‌کې ګرځنده ټیمونه، فرعي روغتیايي مرکزونه او اساسي روغتیايي مرکزونه شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«په ټولو روغتیايي مرکزونو کې ښځينه پرسونل د وزارت د پالیسۍ مطابق په ټوله روغتيا مرکزونو کې شتون لري.»

د کونړ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان هم د راستنېدونکو ستونزې مني، خو د حل ډاډ یې ورکوي.

د دغه ریاست د بېړنیو حالاتو عمومي مدیر عزت‌الله احساس وویل، دې وروستیو میاشتو کې له پاکستانه دغه ولایت ته شاوخوا ۴۳۰۰ افغانان راستانه شوي چې دامهال د سرپناه او د استوګنې د ځای له کمښت سره مخ دي.

«راستانه شوي کډوالو ته د صحت په برخه کې مو له مختلفو مؤسساتو سره همغږي کړې، تر ډيره بريده يې مشکلات حل شوي او هر وخت مؤسسات د صحت او مبايل ټيمونه ساحو ته رسيدګي کوي او مشکلات حل کوي.»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي، د راستنېدونکو افغانانو له ډلې یوازې ۱۱سلنه یې کاري فرصتونه لري.

د ملګروملتونو د اړوندو ادارو په وینا، د کار نشتوالی، د هستوګنې ستونزې او بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی د راستنېدونکو کورنیو لپاره جدي ننګونې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام