تګاب چې په پراخه کچه د انارو باغونه لري او زیاته اندازه انار د کاپیسا له همدې ولسوالۍ ترلاسه کیږي، دې وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت د حاصلاتو له جدي کمښت سره مخ کړی.

دې ولسوالۍ کې د انارو باغ‌لرونکي وایي چې د وروستیو واورو زیاتوالي هغوی د راتلونکي کال د ښه حاصل په اړه هیله‌مند کړي.

دوی وایي، پرله‌پسې وچکالیو او د اوبو لګولو لوړ لګښتونه لامل شوي چې زیاتره د انارو باغونه ناروغي وکړي او د حاصلاتو یوه لویه برخه تر پخېدو مخکې له منځه ولاړه شي.

د دوی په خبره، د سږني کال واورې د راتلونکي کال لپاره نوې هیلې پیدا کړي.

د تګاب ولسوالۍ یو تن بڼوال ایمل وايي، په تېرو کلونو کې د اوبو کمښت د دوی پر حاصلاتو ژور منفي اغېز کړی و.

«په تېرو کلونو کې مونږه په تګاب ولسوالۍ کې تقریبا دا څو کاله کیږي چې واورې نه دي شوي، انارو مرضونه کول او هیڅ سي انار نه کېدل. په تګاب ولسوالۍ کې خصوصا بې‌دانه انار نه کېدل، خو دا چې واوره او بارانونه په ژمي کې اوري، ډېر ښه حاصل ورکوي.»

د تګاب بل اوسیدونکی عبدالحلیم چې د انارو باغ لري وايي، د وچکالۍ په موسم کې د اوبو لګولو لوړ لګښت هم دوی له ستونزو سره مخ کړي.

«مسلمانان اوس یو ساعت اوبه په ۲۵۰ افغانیو اخلي، د ځمکي اوبه وچې شوي، د ځمکی په سر د ماشيني اوبه ۲۵۰ افغانۍ لګوي، خو تاوان دی، باور وکړه زمونږ داسې باغونه دي اوس ټول مرض وهلي، که هغه پوره کوي، هیڅ شی په کې نشته.»

د دې تر څنګ، د سږني ژمي پرمهال شویو واورو او بارانونو ته د تګاب د بڼوالو هیلې زیاتې شوي.

عبدالحلیم وایي، واوره او بارانونه دا ګټه لري چې د ونو حشرات او مکروبونه له‌منځه وړي، باغونه له ناروغیو پاکوي او ونې لا ډېر انار نیسي.

د هغه په باور که واوره وشي، د ځینو ناروغیو د مخنیوي لپاره د درملو اړتیا هم کمیږي.

«دا واورې او بارانونه دا ګټه لري، په ونه کې حشرات او د ونې میکروب دا میکروبونه او حشرات وژل کیږي، تر پنځو کلونو پورې د ونې څخه مضر حشرات او میکروبونه لمنځه وړي.

دوهم دادی چې باغونه د ناروغیو څخه خلاصیږي ، لکه چیچک ناروغي چې د ونو د سمپ په وسیله لمنځه ځې، که دا واورې وشي دغه سمپ ته اړتیا نه پیښیږي، لکه پخوا واورې ډيرې وې دغه ناروغۍ نه وي، ان شاءالله د سږ کال واورې سره به بيا هم لمنځه لاړ شي .

دریم دادی چې ونې به ډیره میوه یا انار ونیسي کله چې واورې وشي د انارو ونې ډير انار نیسي.»

اخوا د بڼوالۍ کارپوهان وایي، د واورې زیاتوالی د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د ونو د ودې د شرایطو د ښه کېدو مهم عامل دی.

د کرنیزو چارو کارپوه شېروالي ساپی ټینګار کوي چې که مناسب مدیریت وشي، باغ‌لرونکي کولی شي راتلونکی کال لا ډېر حاصل تر لاسه کړي.

«د واورو ورښت د انارو ونې ریښې ته ډېره ګټه لري. د ځمکې تودوخه کمه وي او د ریښو د سوځېدو مخه نیسي. په ځينو مواردو کې د آفتونو او د ناروغیو د خپرېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته کیږي همدارنګه واوره د خاورو رطوبت زیاتوي، په غوره تولید کي مرسته کوي.»

په همدې حال کې، د کاپیسا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، دې ولایت کې د انارو شاوخوا ۵ زره باغونه موجود دي چې هر کال د نږدې ۱۷ زره ټنه محصول د تولید وړتیا لري.

د یاد ریاست مسوولان وایي، په تګاب ولسوالۍ کې د باغ‌لرونکو د ملاتړ، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د افتونو د کنټرول لپاره روزنیز پروګرامونه، د څاڅکي اوبه‌خور سیستمونه او وقایوي او میخانیکي طریقې په پام کې نیول شوي.

د کاپیسا د کرنې رییس مولوي محمدنعیم نعماني وايي: «شاوخوا ۵ زره باغونه چې ۱۱۶۳۸ هکټاره په مساحت سره کیږي، په کاپیسا کې موجود دي. له دغو باغونو هر کال ۱۶۷۴۵،۷ ټنه حاصلات راټولیږي. د تېرو کلونو وچکالۍ او د اوبو کمښت ورباندې منفي اغېز کړی خو وروستیو بارانونو او واورو د باغونو راتلونکي کال زیاتو حاصلاتو ته هیلې پیدا کړي. کرنې ریاست په تګاب ولسوالۍ کې له باغ‌لرونکو د ملاتړ او د اوبیزو سرچینو د ښه مدیریت لپاره روزنیز پروګرامونه لري. په دې سره به وکولی شو د افتونو مخنیوی وکړو. باغ لرونکو ته به د څاڅکي اوبو لګولو سېستمونه ور زده‌کړو، د نباتي ناروغیو پر وړاندې وقایوي لارې چارې به ور وښودل شي. زمونږ د مسلکي کارکونکو له لوري به ځینې مخانیکي طریقې ورته وښودل شي.»

کارپوهان او د کرنې مسوولان ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو سم مدیریت او ملاتړي پروګرامونه کولی شي، د باغونو حاصلات زیات او د کروندګرو د عوایدو زیاتیدو سبب وګرځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام