Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ووژل شو

خامنه‌يي

د ایران تسنيم او فارس خبري اژانسونو ویلي چې مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي پر دغه هېواد د اسراییل او امریکا بریدونو کې وژل شوی.

د دغو رسنيو په وينا، د پېښې د څرنګوالي او ځای په اړه تر اوسه بشپړ جزئيات نه دي خپاره شوي.

آيت‌الله علي خامنه‌يي له ۱۹۸۹ کال راهيسې د ايران د اسلامي جمهوريت ستر مشر و او د هېواد د سياسي، پوځي او مذهبي پرېکړو وروستۍ واکمني يې لرله.

 د هغه احتمالي مړينه کولی شي په ايران او سيمه کې پراخ سياسي او امنيتي اغېز ولري.

د ایران حکومت د هغه د وژل کېدو له امله ۴۰ ورځې عمومي ماتم او ۷ ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام