Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییل پر ایران برید کړی

پر ایران د اسراییل برید

د اسراییل دفاع وزیر اسرائیل کاتز ویلي چې پر ایران یې برید کړی.

ټایمز آف اسراییل ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه بریدونه د اسراییل پر وړاندې د ګواښونو د له‌منځه وړلو په موخه ترسره شوي.

د راپور له مخې، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته، په ټول اسراییل کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

ورته وخت کې قطر کې د امریکا سفارت پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته، خپلو ټولو کارکوونکو ته ویلي چې خوندي ځایونو کې پاتې شي.

دغه سفارت خپلو ټولو امریکایي وګړو ته سپارښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې همدا اقدام وکړي.

د امریکا سفارت دغه اقدام وروسته له هغه شوی چې اسراییل تازه پر ایران برید پیل کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام