ژمي کې سونتوکو ته د اړتیا له زیاتېدو سره هممهاله، بادغیس کې د ځنګلونو وهلو یو ځل بیا د دې ولایت د اوسېدونکو او مسوولانو اندېښنې راپارولي، هغه اندېښنې چې پایلې یې کولی شي چاپېریال، سیمهییز اقتصاد او د خلکو ورځنی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.
د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان د دې موضوع په تایید سره وایي، سړه هوا، بېوزلي، بېکاري او د سونتوکو د بدیلو سرچینو نشتوالی هغه لاملونه دي چې یو شمېر خلک د ځنګلونو پرې کولو ته هڅوي.
د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو او طبیعي سرچینو عمومي مدیر صفیالله محمدي وایي:
«د هوا په سړېدو سره د ځنګلونو پرې کولو ته د خلکو لېوالتیا زیاتېږي او بېوزلي، بېکاري او د سونتوکو نشتوالی لامل کېږي چې ځینې ښاریان دې کار ته اړ شي.»
نوموړی ټینګار کوي چې د ځنګلونو پرې کول د انسان د روغتیا او د نورو ژوندي موجوداتو د بقا لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي او منفي اغېزې یې د ټولنې ټول قشرونه اغېزمنوي.
هغه وایي: «که ځنګلونه پرې شي، د ټولو لپاره سالمه ساه اخیستنه ستونزمنه کېږي او د حیواناتو او نباتاتو ژوند هم زیانمنېږي. د ژوند د دوام لپاره باید ټول د ځنګلونو له پرې کولو لاس واخلي.»
د مسوولانو د اندېښنو ترڅنګ، د بادغیس یو شمېر اوسېدونکو هم د ځنګلونو، په ځانګړي ډول د طبیعي پستې ځنګلونو، د پرې کېدو له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړې او د دې پدیدې د جدي مخنیوي غوښتنه کوي.
هغوی وایي، د څار نشتوالی او د قوانینو کمزوری تطبیق د دې ستونزې د دوام لامل شوی.
د بادغیس اوسېدونکی عبدالخالق په دې اړه وایي: «موږ وینو چې ان د پستې ونې پرې کېږي. هر وګړی باید ځان مسوول وبولي، ان د یوې ونې پاڼه هم د ټولنې پانګه ده. دولت باید په لومړي ګام کې د عامه پوهاوي له لارې اقدام وکړي او که سرغړونې دوام وکړي، قانوني چلند دې وشي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بادغیس بل اوسېدونکی عبدالسلام هم په دې اړه وایي: «د سونتوکو په بهانه د ځنګلونو پرې کول، خلکو ته درنه بیه لري. هغه کسان چې دا کار کوي، باید دولت ته معرفي شي، څو سزا ورکړل شي او نور یې عبرت واخلي.»
د چاپېریال ساتنې کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ځنګلونو د پرې کولو دوام، نهجبرانېدونکې پایلې رامنځته کولی شي.
د دوی په باور، ځنګلونه د اکولوژیکي توازن د ساتلو، د طبیعي آفتونو د مخنیوي او د انسان د ژوند د دوام لپاره اساسي رول لري.
د چاپېریال ساتنې کارپوه میرویس پوهمل وایي: «د ځنګلونو پرې کول د سېلابونو د زیاتوالي، د هوا د ککړتیا، د ځمکې د ویجاړېدو او د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي لامل کېږي. د قوانینو غیر یوشان تطبیق او د سرغړونکو سره د قاطع چلند نشتوالی، د دې ستونزې د دوام مهم لاملونه دي او په دې برخه کې باید جدي او همغږي اقدامات وشي.»
ورته وخت کې، د بادغیس امنیتي مسوولان خبر ورکوي چې د غیرقانوني ځنګل پرې کولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه به له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي وایي: «د طبیعي ځنګلونو د ساتنې لپاره د یوه ځانګړي واحد په نوم «شنه قطعه» رامنځته شوې چې د غیرقانوني ځنګل پرې کولو مخنیوی کوي. دغه قطعه د کرنې ریاست سره په همغږۍ فعالیت کوي او د سرغړونکو په وړاندې جدي اقدامات ترسره کېږي. یوازې په تېرو یوه میاشت کې، ۲۰ کسان د ځنګلونو د پرې کولو په جرم نیول شوي او عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي.»
وړاندې ویل شوي چې د بادغیس آبکمري او مُقر ولسوالیو کې د پستې طبیعي ځنګلونه، هېواد کې د پستې تر ټولو لوی ځنګلونه ګڼل کېږي او د ملي پانګې په توګه ګڼل کېږي. د دې ځنګلونو د ساتنې لپاره د دولت مؤثره پالیسۍ، د اړوندو ادارو علمي او تخنیکي څارنه او د ټولو ښاریانو فعاله او مسوولانه ګډون اړین دی.


