د اسراییلو د فرهنګ وزیر او د واکمن ګوند غړي، میکي زوهار، هغه څرګندونې پاروونکي بلل شوي چې ویلي یې دي، غزه د اسراییلو برخه ده او هلته مېشت فلسطینیان یوازې «مېلمانه» دي.
د «ټایمزاوفاسراییل» د راپور له مخې، زوهار د مرغومې په ۱۲مه د اسراییل دولتي راډیو او ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: «موږ یوازې اجازه ورکوو چې هغوی د یوې ټاکلې مودې لپاره هلته د مېلمنو په توګه پاتې شي، خو غزه زموږ ده.»
نوموړي همداراز ادعا کړې چې «یهودا او سامره» چې اسراییل یې د لوېدیځې غاړې لپاره کاروي هم د اسراییل خاوره ده او زیاته کړې یې ده: «موږ په خپله خاوره کې اشغالګر نهیوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا د غزې د اوربند د دویم پړاو د پليکېدو هڅې کوي چې پهکې له غزې د اسراییلي ځواکونو وتل او د ویجاړې شوې سیمې بیارغونه شامله ده.
په ورته وخت کې، اسراییل په لوېدیځه غاړه کې د نویو ښارګوټو جوړولو ته دوام ورکړی. د نړیوالو قوانینو له مخې، دا ښارګوټي ناقانونه بلل کېږي.