د لوګر ټرافیکو مدیریت له موټرچلوونکو غواړي چې د کوتل تېرې له سیمې د تېرېدو پرمهال د ترافیک پولیسو ټولې لارښوونې او سپارښتنې په جدي ډول رعایت کړي.
کوتل تیره چې د هېواد د سوېلي ولایتونو ترمنځ له ستونزمنو لارو څخه شمېرل کېږي، د واورې او باران له پیل سره د موټرچلوونکو او مسافرو لپاره په خطرناکه لاره بدلېږي.
د لوګر ټرافیکو مدیریت څخه سلاموطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه د ټولګټو ریاست د واورې پاکولو ډلې، ترافیک پولیس او همدارنګه امنیتي ځواکونه په دوامداره توګه په دغه مسیر کې حضور لري او هڅه کوي چې د وسایطو تګراتګ له ستونزو پرته دوام ومومي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادې ادارې له مسافرو، په ځانګړي ډول له موټرچلوونکو غواړي چې د ژمي د موسم له رارسېدو او د واورې د ورښت له زیاتېدو سره، د کوتل تېرې د تېرېدو پر مهال د ترافیک پولیسو ټولې لارښوونې عملي کړي او په بشپړ احتیاط سفر وکړي.
بلخوا، د یاد مسیر یوشمېر موټرچلوونکي د ترافیک پولیسو او د ټولګټو ریاست د مسوولانو له هڅو مننه کوي چې کوتل تیره یې پرانیستې ساتلې ده، او ډاډ ورکوي چې د خطرونو د کمولو په موخه به د اړوندو ادارو ټولې لارښوونې په بشپړ ډول عملي کړي.
د یادونې وړ ده چې کوتل تیره د هېواد د سوېلختیځ زون د مواصلاتي لویې لارې له مهمو مسیرونو څخه ده، چې هره ورځ پرې زرګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټرونه تګراتګ کوي.