د خوست ښاروالي څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خوست ښار کې د ښاري نظم د ټینګښت په موخه د لاسي کوچنیو کاروباریانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ښاري نظم کمیسون له لوري هغه کوچني کاروباريان چې په واټونو او پلیو لارو کې به یې، توکي خرڅول، يوه ټاکلي ځای ته لېږدول کېږي.
خبرپاڼه کې د خوست ښاروال حافظ عبدالرشید عمري له قوله ویل شوي:«نږدې دوو میاشتو راهیسې د ښاري بېنظمۍ د مخنیوي لپاره هر اړخیز پلان ترتیب شو چې اوس د ځانګړي کمیسیون له جوړېدو سره سم عملاً د تطبیق پړاو ته داخل شوی دی.»
ښاروال له ښاریانو د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه او د کمېټې له غړو یې وغوښتل چې د حوصلې، زغم او ښه چلند له لارې خپلې دنده ترسره کړي او د ښاري بېنظمي د ختميدو موجوده طرحه د ټولو اړخونو په ګډو نظریاتو جوړه شوې او د ولایت مقام په مشرۍ ترتیب شوې چې پهکې د ټولو لورو ګټې په پام کې نیول شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاري بېنظمي ختميدو پرېکړه د هېچا په زیان نه ده، بلکې د ښار د نظم، ښکلا او اسانتیاوو د ښه والي لپاره طرحه شوې ده.
له ښار څخه د کوچنيو کاروباريانو د ليږد پروسه داسې مهال پيل کېږي چې څو ورځې وړاندې د خوست ښار کې د واټونو او پيادرونو پر سره د کوچنيو کاروباريانو لخوا د رامنځته شوې بېنظمي په تړاو د سلاموطندار راپور هم خپور شوی.