افغانستان کې ناسمو دودونو تر ډېره دیني چارو کې د ښځو د علمي فعالیتونو مخه ډپ کړې، داسې حال کې چې اسلامي شریعت کې دغه حق ښځو ته ورکړل شوی دی.

یو شمېر دیني عالمان وایي چې په اسلام او شریعت کې د ښځو لپاره د دیني متونو د تفسیر او څېړنې حق په رسمیت پېژندل شوی.

د دوی په وینا، د پیغمبر صلی‌الله علیه وسلم په وخت کې شاوخوا ۵۱ صحابیه ښځو د دیني فعالیتونو او زده‌کړو په حوزو کې فعاله ونډه درلود.

دیني عالم صبغت‌الله وثیق په دې اړه وایي: «په قرانکریم کې ګڼ شمېر ایتونه شته چې انسانان فکر او د آیتونو پوهېدو ته رابولي، دا حکم هم ښځو ته دی او هم نارینه‌وو ته. ښځو د اسلام په تاریخ کې حضور درلود او ډېری صحابيانې وې چې پوښتنې یې کولې. د بېلګې په توګه حضرت عایشه چې له دوه زره څخه ډېر احادیث یې روایت کړي او د ټولو فقهو له مخې باوري ګڼل کېږي، ام‌سلمه، حفصه او نورو ښځو هم په فقهې او فتواوو کې برخه لرله. شاوخوا ۵۱ صحابیه ښځې وې چې د پیغمبر صلی‌الله علیه وسلم په وخت کې د صحابو په دوره کې یې فعاله دیني ونډه لرله.»

بل دیني عالم مولوي قطب‌الدین مجتهد د ښځو په دیني متونو د تفسیر او څېړنې د مساوي حق پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، منظمې دیني زده‌کړې د ښځو په دې برخه کې فعاله ګډون زیاتولی شي:

«د دې لپاره چې ښځې هم لکه نارینه‌وو په ازاده توګه خپل نظر وړاندې کړي، څېړنه وکړي او علمي تفسیر وړاندې کړي، ځینې لارې چارې اړینې دي: د منظمو دیني زده‌کړو برابرول، د ښځو لپاره د باوري علمي مرکزونو جوړول او علومو ته د لاسرسي یقیني کول. د قرآن دقیق پوهه، د فقې اصولو، حدیث، مقارن فقه، حنفي فقه د دې زده‌کړو لپاره هېڅ مانع نه‌لري. که یوه ښځه علمي درجه ترلاسه کړي، نو د څېړنې، د فقې نظر څرګندولو او حتی په علمي چوکاټ کې د فتوا ورکولو حق لري. یوازې د ښځې په دلیل د هغې نظر ردول، له فقهي نظره معتبر نه‌‌دي.»

د دیني عالمانو په خبره، یوازې د ښځې له امله د هغې د نظر ردول له شرعي نظره معتبر نه‌دي، خو یو شمېر ښځې چې په دیني علومو کې لوړې زده‌کړې لري، سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي چې د اسلامي متونو د تفسیر او څېړنې حق که څه هم په شریعت کې ښځو ته ورکړل شوی، خو په عمل کې ورته نه‌ورکول کېږي.

د کابل اوسېدونکې ۲۷ کلنه شمیم حمزه چې د شریعت قانون په څانګه کې ماسټري لري وایي، د ښځې په توګه په ډېرو دیني مسایلو کې د هغې لیدلوري او علمي وړتیاوې د ټولنې له لوري په پام کې نه دي نیول شوي.

«اسلام کې د ږیرې حکم په اړه مې له یوه نارینه سره چې ان د شریعت زده‌کړې یې نه وې کړې، بحث پیل کړ. هغه لومړی له ما د نارینه‌وو د ږیرې د شرعي حکم په اړه پوښتنه وکړه، خو کله چې ما حکم په بشپړ تفصیل سره ورته تشریح کړ، د هغه چلند داسې وو لکه چې یوازې هغه دیني عالم دی او زه د احکامو په اړه هېڅ پوهه نه‌لرم. له خبرو یې څرګنده شوه چې د هغه لپاره د ښځې له لوري د شرعي حکم اورېدل د منلو وړ نه دي او اساساً د هغه په نظر صحیح نه وو.»

د پروان اوسېدونکې ۲۸ کلنه درانۍ فضلي او د کابل اوسېدونکې ۲۹ کلنه گل بي‌بي یعقوبي چې دواړه د شریعت له څانګې فارغه شوي، وایي چې د دیني بحثونو او خپل نظر د وړاندې کولو پر مهال له جنسیتي تبعیض سره مخ کېږي.

هغوی وايي: «موږ نه شو کولی په افغانستان کې خپل نظر څرګند کړو، ځکه نارینه فکر کوي چې یوازې هغوی د صلاحیت خاوندان دي او ښځې علمي وړتیا نه‌لري. هغوی باور لري چې د ښځو له لوري ورکړل شوی نظر نیمګړی دی. دوی همدا فکر لري چې ښځه په دیني مسایلو کې خپل نظر او فکر نه‌شي لرلی، سره له دې چې موږ له حضرت فاطمې (ع) او حضرت عایشې ګڼ شمېر احادیث لرو، خو له بده‌مرغه په افغانستان کې دېته درناوی نه کېږي.»

«ما مختلف بحثونه وړاندې کړي، د هر شخص نظر او فکر توپیر لري، ځینې یې قانع شوي او ځینې یې دلایل نه دي منلي. دا چې مونږ ښځې یو، ډېرو نظرونو ته مو پام نه دی شوی.»

حقوق‌پوهان هم ټینګار کوي چې د افغانستان په قوانینو کې د ښځو د دیني فعالیتونو لپاره کوم واضح ممنوعیت شتون نه لري.

هغوی وایي چې ښځې او نارینه د زده‌کړې، ټولنیز ګډون او د دیني څېړونکو په توګه د فعالیت له مخې له قانوني پلوه مساوي حقونه لري.

حقوق‌پوهه خاطره ریان وایي: «له حقوقي نظره افغانستان کې هېڅ څرګند خنډ نه شته چې ښځې د دیني څېړنو په برخه کې یا د دیني متخصصینو په توګه له فعالیت څخه منع کړي. د پخواني اساسي قانون د ۲۲ مادې له مخې، ښځې او نارینه د قانون په وړاندې مساوي ګڼل شوي او د زده‌کړې، د بیان د آزادۍ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون حق لري. له همدې امله، ښځې کولی شي د اسلامي زده‌کړو او تخصص په ترلاسه کولو سره علمي او دیني موسسو کې د دیني څېړونکو یا مفسرینو په توګه فعالیت وکړي.»

بله حقوق‌پوهه زیبا زحل زیاتوي: «سره له دې چې ښځې د دیني چارو د څېړنې له حقه محرومې نه‌دي، خو د ښځو پر فعالیت محدودیتونه د دیني څېړونکو ښځو لپاره د څېړنیزو فرصتونو مخه نیسي. هغه علمي نظریات چې دا قواعد تر پښو لاندې کوي، د علمي ټولنې له خوا نیوکه او اعتراض پرې کېږي.»

دې سره، د ښځو د حقونو فعالان اندېښنه څرګندوي چې د ښځو د دیني متونو د تفسیر او څېړنې حق له پامه غورځول کولی شي په ټولنه کې ناسمه دیني پوهه رامنځته کړي او د راتلونکو نسلونو دیني پوهې ته خطر پېښ کړي.

د ښځو د حقونو فعاله سایره صبا په دې اړه وايي: «د ښځو نشتوالی یا د هغوی د دیني تفسیر د نه پوهېدو له امله ناوړه پایلې رامنځته کېږي، ځکه ښځه د ټولنې مور ده. کله چې ښځې اسلامي څېړنې او تفسیر څخه لرې وي، ټولنه ناروغه کېږي او په پای کې پرمختګ ته نه‌رسېږي. هره ټولنه چې باسواده وي، پوهه او روښانتیا پکې ډېره وي او خپلواکه وي.»

د یادونې ده چې په اسلامي تاریخ کې د ښځو د دیني متونو د تفسیر او څېړنې حضور اوږده مخینه لري او له شرعي او قانوني پلوه یې د زده‌کړې، بیان او دیني څېړنې حقونه درلودل؛ خو د شریعت له څانګو یوشمېر فارغه شوې ښځې سره له دې چې د شریعت او قانون ملاتړ له ځانه سره لري، د جنسیتي لیدلوري په دلیل عمل کې د هغوی دیني نظرونه ډېر کم منل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام