د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ زلزلهځپلي د بشري مرستو د وېش له پروسې شکایت کوي او وایي، دې سیمې ته په کافي اندازه مرستې نه دي رسېدلي.
دوی وایي، دغه ولسوالي د درو او غرنیو سیمو ترمنځ موقعیت لري او د مارمل ـ مزارشریف ترمنځ د غځېدلي سړک بد وضعیت لامل شوی چې ډېری مرستندویه بنسټونه دې ولسوالۍ ته سفر ونهکړي.
دغه کورنۍ له حکومت او ادارو غواړي چې زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي.
د مارمل ولسوالۍ دوو اوسېدونکو حامد او صدیقالله د زلزلهځپلو نامناسب وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل:
«زموږ ولسوالي له مزارشریف ښار څخه ۳۵ کیلومتره لرې موقعیت لري او لارې یې خامه دي. کله چې واوره او باران وشي، د تګ راتګ لارې بشپړې بندېږي. په هغه زلزله کې چې څه موده مخکې رامنځته شوه، زموږ ولسوالي هم سخت زیانمنه شوه؛ خو د دې لپاره چې زموږ لارې خرابې او خامه دي، هېڅ خیریه بنسټ رانهغئ، څو خلکو ته مرستې ورسوي. که یو ځل واوره یا باران وشي، تګ راتګ په بشپړ ډول بندېږي.»
«په رښتیا هم د مارمل ولسوالي یوه لرې او غرنیزه ولسوالي ده او له مزارشریف ښار څخه ډېره لرې پرته ده. د دې ولسوالۍ د خامو او خرابو لارو له امله ډېری موسسې ونه توانېدې چې راشي او د خلکو وضعیت له نږدې وګوري. له همدې امله خلکو ته ډېره مرسته ونه رسېده. د مارمل د خلکو اساسي اړتیا دا ده چې حکومت او هغه نور بنسټونه چې له اسلامي امارت سره ګډ کار کوي، خلکو ته جدي پاملرنه وکړي، له نږدې راشي، د خلکو حالت وویني او مرستې ورسوي، د خلکو لاسنیوی وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، د بلخ ځايي مسوولان وایي چې د مارمل ولسوالۍ د زلزلهځپلو د ملاتړ او د لا ډېرو مرستو برابرولو په موخه جدي هڅې روانې دي.
د بلخ د والي ویاند عطاالله زید وایي: «د بلخ د محترم والي صاحب په هدایت، ټولې ادارې هڅې کوي او ټول موارد تعقیبوي. اړوندو بنسټونو ته لارښوونه شوې چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. همدارنګه، د بلخ ولایت د فواید عامې ریاست ته هدایت ورکړل شوی، ترڅو هغه سیمې او لارې چې د مارمل پر مسیر د زلزلې له امله زیانمنې شوې، بېرته پرانېستل شي او په نورو سیمو کې چې کار ته اړتیا وي، جدي پاملرنه وشي.»
د افغانستان شمال کې د روان کال د عقرب میاشتې د ۱۲مې زلزلې له امله، مارمل ولسوالۍ کې ۱۴۶ کورونه ویجاړ شوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د زلزلهځپلو لپاره د وېشل شویو مرستو د کموالي په اړه شکایتونه کړي وو.


