د سرپل ولایت صیاد ولسوالي کې پرلهپسې وچکالیو د سلګونو کلیوالو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. دغه کورنۍ چې له کلونو راهیسې یې د کرنې او مالدارۍ له لارې عاید تر لاسه کاوه، اوس د وچکالیو د دوام له امله له جدي ستونزو سره لاساوګرېوان دي.
د صیاد ولسوالي «افغانیه بلندغور» کلي اوسېدونکي مستو خان وویل، وچکالۍ د کرنیزو ځمکو حاصلات د پام وړ کم کړي.
هغه په دې اړه سلاموطندار سره خبرو کې وايي: «د دې کلي خلک هر یو ځمکه لري؛ پخوا به مو له خپلو ځمکو تر ۳۰۰ منه، ۲۰۰ منه او لږ یا ډېر حاصل تر لاسه کاوه، خو اوس ځمکه کې هېڅ نه پیدا کېږي. حاصل تر دې کچې کم شوی. آن بېرته خپل تخم هم نهشو تر لاسه کولی؛ شل منه هم نه شو اخیستلی.»
د هغه په وینا، د وچکالۍ په دلیل مالدارۍ ته هم زیان اوښتی.
«دلته خلکو ډېرې مالدارۍ لرلې، خو اوس هر څوک لس یا پنځلس پسونه یا وزې لري. ژوند په پور او مجبوریت تېرېږي.»
د صیاد ولسوالي د مرکز اوسېدونکی ګلمحمد د للمي ځمکو وضعیت باران پورې تړلی بولي او وایي چې کروندګر هر کال د باران د نهورېدو له وېرې کښت کوي.
هغه زیاتوي: «که باران وشي، حاصل تر لاسه کوو؛ که ونهشي، هېڅ نهکیږي. خلک مجبوره دي چې نورو ولایتونو ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي. سږکال مو یوازې واښه تر لاسه کړل، دانه یې ښه نه وه.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د صیاد ولسوالي د شاتوت کلي اوسېدونکی سید مصطفی د حاصلاتو د بېساري کمښت او د کلي د بشپړ تشېدو د ګواښ یادونه کوي:
«هر کال وچکالي زیاتیږي. حاصلات نیمایي ته راکم شوي. د څارویو بیې ټیټې شوي او خلکو یو بوجۍ واښه په ۲۵۰۰ افغانۍ اخیستي. که دا وچکالي دوام وکړي، ټول کلی به له اوسېدونکو خالي شي. همدا اوس د شاتوت نیمایي خلک کډه شوي.»
د کرنې تر څنګ، د سرپُل صیاد ولسوالي کې مالداري هم چې د ډېرو کورنیو د عاید اصلي سرچینه ده، له بحراني وضعیت سره مخ ده.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، د اوبو کمښت او د څارویو لپاره د واښو نشتون څاروي د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ کړي او د هغوی د ساتنې لګښتونه د خلکو له وسه وتلي.
د صیاد ولسوالي مسوولان هم دا وضعیت تاییدوي او خبرداری ورکوي چې یو شمېر کلي د تشېدو په درشل کې دي.
د دې ولسوالي مرستیال محمد یاسین انس وایي: «له ۱۴۰۱ کال راهیسې تر اوسه کروندګر بیرته هغه تخم هم نهشي راټولولی چې ځمکو کې یې شیندي. وچکالۍ خلک له حده زیات اغېزمن کړي. یوازې په ۱۴۰۳ کال کې کرنه یو څه ښه وه، خو اوس ژمی رارسېدلی او لا هم د واورې او باران د ورېدو کومه نښه نشته. په بېلابېلو فصلونو کې، کله چې د کرنې او څښاک لپاره اوبه نه وې، خلک کډه کولو ته اړ شول. دا لړۍ اوس هم روانه ده.»
د وچکالۍ د کړکېچ دوام له امله، د صیاد ولسوالي اوسېدونکي له حکومت او مرستندویو بنسټونو د بېړني اقدام غوښتنه کوي، څو د اوبو مدیریت، د کروندګرو ملاتړ او د کلیوالو د پراخې کډوالۍ مخه ونیول شي.


