بلخ کې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲مې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې له مله د مزار شریف د روضې ودانۍ ځینې برخې هم ویجاړې شوې وې.

د بلخ ځایي مسوولان وایي، زلزلې دغې تاریخي ودانۍ ته جدي زیانونه اړولي چې کاشي‌کارۍ یې نړېدلي او منارې یې درز شوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له بودجې او د کمال‌نبي‌زاده خیریه بنسټ په همغږۍ د روضیې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوي.

د یاد ریاست د هنر او فرهنګ برخې مسوول ذبیح‌الله آریایي وویل: «د روضې ودانۍ ځینې برخې چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، په خوشبختۍ سره د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له لوري د دې ارزښتناکې تاریخي ودانۍ د ترمیم او بیارغونې چارې بیا پیل شوي. د بلخ د والي په لارښوونه د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ یو کمیسون هم جوړ شوی، څو د دې کار د جریان څارنه وکړي.»

د روضې ودانۍ د ترمیم او بیارغونې د چارو پیل د مزارشریف ښار د اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بلخ اوسېدونکي روضه د اسلامي نړۍ له مهمو تاریخي ځایونو څخه ګڼي او وایي، د دې ساتنه او څارنه نه یوازې د اسلام د لرغوني تاریخ د خوندي ساتلو لامل کېږي؛ بلکې د عاید ترلاسه کولو زمینه هم برابروي.

د مزارشریف ښار دوه اوسېدونکي سید سجاد موسوي او عبدالقدیر، د دې ارزښتناکې ودانۍ د بیارغونې د چارو د پیل هرکلی کوي او وایي:

«هغه حرم چې حضرت علي رضي‌الله‌عنه ته منسوب دی، یا روضه مبارکه یوه سپېڅلې او تاریخي ځای دی چې هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي. د ډېرو مسلمانانو لپاره دا یوه سپېڅلې ځای دی چې له لرې پرتو سیمو او د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د زیارت لپاره راځي. دغه ځای د هېواد د شمالي ولایتونو تاریخي هویت جوړوي. موږ د اسلامي امارت نه غواړو چې د دې ځای د ځینو برخو د ترمیم او بیارغونې په چارو کې، کوم چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې، له هېڅ ډول هڅې ډډه ونکړي.»

«موږ ډېره خوشحاله یو چې د روضې مبارکې د زیانمنو شویو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې، ځکه دا یوه تاریخي او ارزښتناکه ودانۍ ده چې ډېر سیلانیان له هېواد او له بهر څخه د لیدلو لپاره راځي. موږ رښتیا هم د دې ودانۍ د بیارغونې او ترمیم په اړه ډېر خوشحاله یو.»

د روضې ودانۍ چې د تیموري سبک معمارۍ لري، د نیلي او فیروزه‌یي کاشي‌کاريو او ګنبدونو له امله د بلخ ولایت له ښکليو اسلامي ودانیو څخه شمېرل کېږي او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام