د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالۍ د «قوشمحله» کلي یو شمېر اوسېدونکي چې کورونه یې د لړم میاشتې د زلزلې له امله ویجاړ شوي وايي، د مواصلاتي لارو خرابوالي دوی ته د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی.
دوی وايي، د ولسوالۍ له مرکزه د کلي د لرېوالي او د تګراتګ په وخت د ستونزو له امله، د قوشمحله کلي زلزلهځپلي د مرستندویه بنسټونو له نظره لرې پاتې او ورته ډېرې کمې بشري مرستې رسېدلي.
د زلزلهځپلو په وینا، «قوشمحله» کلی د فیروزنخچیر ولسوالۍ د مرکز په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د یادې ولسوالۍ یو له محرومو او لرې پرتو کلیو څخه دی.
د «قوشمحله» کلي دوه اوسېدونکي محمد او نوربای له ځايي چارواکو غواړي چې د مرستو رسولو بهیر ګړندی او ورته پاملرنه زیاته کړي.
«زموږ په سیمه کې هېڅ سروې نهده ترسره شوې. کېدای شي کومه بله سیمه، ځای یا کلي سروې شوې وي؛ خو بدبختانه مونږ سره هېڅ مرسته نهده شوې. ممکن علت یې دا وي چې موږ د ښار له مرکزه لرې یو یا هم زموږ خلک کمزوري دي او نشي کولای چې خپل غږ چارواکو ته ورسوي.»
«که سړکونه مو سم وای، نو ډیری سازمانونه به راتلل او موږ ته به یې مرستې ویشلې. اوس هم موږ ته پاملرنه شوې؛خو ډیره کم. یوه خیمه یې راکړه چې هغه هم ډیره سړه ده. ژمی دی هوا سړه ده. زموږ ستونزې د کور جوړولو، د سون توکو او خوړو په برخو کې دي. لرګي نه لرو، ډبرو سکاره نه لرو. که موږ سره مرسته ونشي نو موږ به په ژمي کې دېرې ستونزې ولرو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی وايي، د ولسوالۍ له مرکزه د کلي د لرېوالي او د تګراتګ په وخت د ستونزو له امله، د «قوشمحله» کلي زلزلهځپلي د مرستندویه بنسټونو له نظره لرې پاتې او ورته ډېرې کمې بشري مرستې رسېدلي.
د یادې کلي یو بل اوسیدونکی کمال الدین وايي: «موږ له فیروزنخچیر ولسوالۍ څخه ۳۰ کیلومتره لرې یو. لارې ډېرې خرابې دي، موټرونه په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي. که سړک هموار وای، ډېرې مرستې به زموږ خواته رسېدلې وای. هر هغه خبریال چې دلته د سروې لپاره راځي زموږ د خلکو وضعیت له نږدې ګوري او څېړي ویني چې مونږ خپل ورځې او شپې څنګه تېروو.»
خو د فیروزنخچیر ولسوالۍ سیمهییز مسوولان د دغې کلي د اوسیدونکو ادعاوې ردوي او وايي، هڅه کوي زلزلهځپلو وضعیت ته د رسېدو لپاره نورې بشري مرستې راجلب کړي.
د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ولسوال مرستیال عبدالمنان اسلمي تاتار وویل: «موږ پوره ډاډ ورکوو چې د بشري مرستو په وېش کې به عدالت په پام کې ونیول شي. د اسلامي امارت په حکومت کې تبعیض نشته. موږ خلکو ته ژمنه کړې او ادارو ته مو هم ویلي چې سروې په سمه توګه ترسره کړي، اړمنې کورنۍ وپیژني او تر پوښښ لاندې یې راولي. زموږ استازي هم د هغوی سره دي.»
د شمېرو لهمخې، د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالۍ د «قوشمحله» کلی چې له ۵۰۰ څخه زیاتې کورنۍ هلته میشتې دي، د هېواد په شمال کې یوه بله زلزلهځپلې سیمه ده؛ چیرې چې ډیر کورونه ویجاړ شوي او کورنۍ دامهال په ډېرو ستونزو سره خپلې ورځې او شپې تر خیمو لاندې تېروي


