د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان حکومت د اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی.
هغه وویل، اسلامي امارت د افغانانو حقوق رعایت کوي او د هغو بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی چې اسلامي شریعت منلي.
د ښاغلي مجاهد په وینا: «البته دا څرګندوم چې بېلا بېلو هېوادونو کې د بشري حقونو تعریف څخه مختلف برداشت کیږي او مونږ هغو بشري حقونو ته ژمن یو چې اسلامي شریعت منلي دي.»
ورته وخت کې د ملګروملتونو سازمان یو ځل بیا افغانستان کې خپلو اساسي حقونو ته د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو نهلاسرسي څخه اندېښنه ښوولې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت باید د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته نور هم نږدې شي.
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي چې د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته د اسلامي امارت ژمنتیا د افغانستان پرمختګ، سولې او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابروي.
د حقوقي چارو کارپوهان هم انساني کرامت، عدالت، برابري او مسوولیت منل اسلامي ټولنو کې د بشري حقونو بنسټونه بولي او وايي، اسلامي د دغو مواردو په رعایت کولو ټینګار کوي.
د ملګروملتونو عمومي مجمع ۱۹۴۸ میلادي کال کې د ډیسمبر ۱۰مه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.