د پکتيا محبس رياست مسوولان وايي چې نن سهشنبه ۴۰ زندانيان له درې مياشتنيو حرفوي او کمپيوټي زدهکړو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پکتيا محبس رییس مولوي عبدالغني عادل وايي چې په زندان کې ټولو زندانيانو ته ديني او سواد زدهکړو زمينه برابره شوې، خو شاوخوا ۲۵۰ کسان يې بيا په حرفوي او نورې کمپيوټري زدهکړې هم ترسره کوي.
هغه دغهراز وويل چې ياد ۴۰ کسان د کمپيوټر لومړنۍ زدهکړې او همداشان د خياطي او نجاري برخو کې حرفوي زدهکړې ورکړل شوې دي.
هغه ډاډ څرګندوي چې زندانيانو ته به په نورو حرفو کې هم د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړي، څو زندانيان وکولای شي، يو کسب زده او له زندان د خوشيکیدو وروسته خپلې کورنۍ لپاره يو کار وکړي.
يو زنداني مطيعالله چې کمپيوټر په برخه کې يې زدهکړې ترلاسه کړي، وويل چې تر دولسم ټولګي پورې يې زدهکړې کړې وې او اوس يې د کمپيوټر لومړنيو پروګرونه هم زدهکړل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې په زندان کې د زدهکړو دا ډول پروګرامونه به ورسره مرسته وکړي چې له بند تر خوشي کیدو وروسته به خپلو نورو زدهکړو ته هم ادامه ورکړي.
يو بل زنداني احمدغني وايي چې ډېری ځوانان د کاري بوختياوو د نشتون له امله په ټولنه کې د جرمونو مرتکب کيږي. هغه وويل اوس چې دلته يو کسب زدهکوي له زندان څخه تر خوشي کیدو وروسته به کار کوي او کورنۍ ته به نفقه پيدا کوي.
د زندان رياست د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د پکتيا په مرکزي زندان کې دامهال شاوخوا ۵۰۰ زندانيان ساتل کيږي.