په کابل کې د کورنیو ظرفیتونو او تولیداتو د پېژندنې ۱۷م نړیوال نندارتون نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه پیل او درې ورځې به دوام وکړي.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې او صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډو هڅو د لویې جرګې په خېمه کې جوړ شوی دی.
د نندراتون یو تنظیمونکی سیدقسیم هاشمي سلاموطندار ته وايي، په دې نندارتون کې د هېواد له سلو زیاتو تولیدي او خدماتو شرکتونو ګډون کړی چې په بېلابېلو غرفو کې یې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
هغه وویل: «هدف ما معرفی ظرفیت های تولیدی و خدماتی است، ما معرفی میکنم کمپنی های بزرګ که در افغانستان فعالیت دارند. کمپنی های که تولیدات شان داخلی است. صادارت خارجی ندارند در خود و به افغانستان تولید می کنند. اینها از همینجا رشد کرده ما معرفی میکنم به بازار داخلی و به بازار بین المللی که این شرکت ها در افغانستان حضور دارند و فعالیت دارند.»
د افغانستان د سوداګرو و پانګوالو اتحادیې مشر ډاکټر عزیزالرحمن فهیم سره له دې چې د حکومتي اړوندو ادارو له ملاتړ خوښي څرګنده کړه، خو غوښتنې یې هم لرلې. نوموړي وویل، په کار ده د سوداګرو د چارې په ادارو کې ژر حل او هغه قوانین چې له وړاندې پاتې او د تطبیق وړ نهدي، تعدیل شي.
نوموړي وویل: «د اسلامي امارت امراء د سرمایه ګذارانو که څه هم حمایت کړی، نور هم زیات حمایت وکړي. د دوي د کارونو د پیشرفت په مخکې چې کومې موانع موجودې دي، د هغې په لیرې کولو کې کوشش وکړي. هغه قوانین چې مونږ ته له پخوا نه پاتې دي او د عملي کیدلو وړ نه دي، د هغو په تعدیل کې کوشش وشي. له خپلو موجوده صنایعو او خپلو تولیداتو څخه کار واخلي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد یو ځل بیا د اسلامي امارت له هر اړخیز ملاتړ یادونه وکړه او ویې ویل حکومت او ولس په ټول توان له پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي.
نوموړي وویل، له هغه وخته نه چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، په هېواد کې د تولیدي کارخونو شمېر له درې زرو څخه ۶۵۰ زرو ته رسیدلی چې په پایله کې یې افغانستان د ۱۳۰ قلمه موادو په شاوخوا کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دی.
زاهد هیله مند دی چې په نیږدې راتلونکي کې به افغانستان د وارداتي هېواد پر ځای په صنعتي او صادراتي هېواد بدل شي.
هغه وویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره دغه رقم تر شپږنیم زرو پورې لوړ شوی دی. اوس مونږ په مختلفو برخو کې د ۱۳۰ قلمه په شاوخوا کې خودکفايي ته رسیدلي یو. همدارنګه د دوا په برخه کې د ۱۱۰ شاوخوا مونږ تولیدي فابریکې لرو چې ۲۳۰ قلمه دوا تولید په افغانستان کې کیږي. د اسلامي امارت په راتګ سره د تولید او صنعت په برخه کې لله لحمد د پام وړ پرمختګ شوی او په نیږدې راتلونکې کې به افغانستان د وارداتي افغانستان په ځای په یو تولیدي، صنعتي او صادراتي افغانستان باندې بدل شي.»
د نندراتون ګډونوال هم خوشاله دي چې د دوي د سوداګریزو چارو د پراختیا او بازارموندنې لپاره هڅې کیږي. د معلوماتو له مخې دا ډول نندارتونونه په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل دایریږي چې دا یې ۱۷م هغه دی.
غوښتنې دادي چې د کورنیو کارخونو د فعالیتونو پیاوړتیا لپاره د وړ برېښنا او مناسبې ځمکې اسانتیاوې هم ژر برابرې شي.


