Asset 1SWN

سلام وطندار

تورخم دروازه د راستنېدونکو کورنيو پرمخ پرانيستل کېږي

تورخم

د ننګرهار د رسنیو دفتر په یو خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم دروازه نن شنبه چې د لړم مياشتې لسمې نېټې سره برابره ده، یوازې د راستنېدونکو کورنيو پرمخ پرانيستل کېږي.

له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا جمرود سيمه کې ګڼ کډوال چې د پاکستان له لوري ایستل شوي، د لارې د بندوالي له امله په يوه کمپ کې ساتل کېږي چې هېڅ ډول اسانتیا ورته نده برابرې شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده دروازه به د ترانزیټ او مسافرینو پر مخ بنده وي.

له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم لاره نږدې درې اوونۍ وړاندې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې وه چې نن به یوازې د بېرته راستنېدونکو پرمخ پرانېستل شي.

 

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام