په قرغیزستان کې د ا.ا د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د چین له سفیرې لېوجیانپینگ سره لیدلي دي.
دغه سفارت نن شنبه، لړم لسمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي دوه اړخیزو اړیکو ترڅنگ، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمهییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.
په یاده لیدنه کې د چین سفیر افغانستان د سیمې یو مهم او تاریخي هېواد وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان ثبات او پرمختگ د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
قیرغیزستان کې د افغانستان سفارت همداراز پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې چین غواړي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې اړیکې او همکاري لا پیاوړې کړي.
په ورته مهال حقاني د چین له مثبت دريځه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او گډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.