د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، قزاقستان ته د دې وزارت د وزیر نورالدین عزیزي د سفر پرمهال د یوشمېر افغان سوداګرو هغه ستونزه هم ورسره یاده کړې چې د تېر حکومت پرمهال د دوي پیسې د قزاقي سوداګرو لهخوا نهدي ورکړل شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، افغان پلاوي له قزاقي چارواکو سره د لیدونو پرمهال د هغو افغان سوداګرو ستونزو ته هم د حل لارې موندلو هڅه وکړه چې په تېرو وختونو کې یې پیسې له قزاقي سوداګرو سره بند پاتې دي.
هغه وویل: «د دې مسایلو په اړه هم له هغوي سره خبره وکړه چې دا مشکلات باید حل شي، زمونږ تجار چې دلته راغلي، پیسې یې ورکړي او بیا دا پیسې خو هم داسې هوايي پیسې نه دي، زحمت یې ایستلی، زیار یې ایستلی او پیسې پیدا کړي دي نو دغه پیسې باید بېرته دوي ته ورکړل شي، چې هغوي هم ومنله او ویې ویل چې دا سوداګر دې راشي او مونږ دا مشکلات ورته حلوو.»
د دې ترڅنګ د افغانستان او قزاقستان درېیم سوداګریز نندارتون په څنډه کې د مخامخ ناستو پرمهال د دواړو هېوادونو سوداګرو د ۳۶۰ مېلیونه ډالرو په اندازه خپلمنځي هوکړې هم لاسلیک کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل، دغه قراردادونه د ۱۵ افغان او قزاق شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي چې د نفتي موادو، اوړو، غنمو، خوارکي توکو، ټرانسپورټ، مکروني او ګډې پانګونې په برخو کې د اجرا وړ دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «مونږ کوم اولیه اقلامو ته چې ضرورت لرو، ددې په اړه د دوي له خصوصي سکټور سره خبره شوې ده. باید اوړه افغانستان ته پرېمانه راشي، غنم راشي، تېل راشي، غوړي راشي همداسې نور شیان چې مونږ ورته ضرورت لرو. له دې خوا نه د افغانستان نه سبزیجات دي چې مونږ به مخکې پاکستان ته لیږل اوس مونږ هلته ورته بازارموندنه کړې، کچالو چې ډېر زیات دي او اوس تازه دوي ویلي چې مالوچ یا پخته باید راشي نو دغه کوم اجناس چې ماته تاسو ته یادونه وکړه، ددې په اړه قراردادونه شوي دي.»
اقتصادي کارپوهان له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ګټورې یادوي او ډاډه دي چې له دې لارې کولای شي افغانستان خپلو تولیداتو ته ښه بازارموندنه وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي، د قزاقستان او افغانستان د خصوصي سکټور ترمنځ زیاتو راکړو ورکړو ته زمینه برابرول د خلکو پر ژوند، اقتصادي وضعیت او ټولنیزې هوساینې باندې د پام وړ اغېز لرلی شي.
نوموړي وویل: «د قزاقستان سوداګر له افغانستان سره تړونونه کوي، دا د افغانستان د اقتصادي زېربنا لپاره ډېر ګټور تمامیږي. ورځ په ورځ ورسره د افغانستان GDP ښه کيږي، بېکاري له منځه ځي، د خلکو وضعیت اقتصادي ورسره ښه کیږي، رفاه اجتماعی او رفاه خانوادګي رامنځته کیږي نو دا ډېر مثبت خبر دی چې دا تړونونو کیږي.»
دغه راز د دې سفرپرمهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر په الماتا کې د افغانستان د محصولاتو د خرڅلاو لپاره د یوه مرکز د ایجاد غوښتنه هم مطرح کړې او ورسره یادونه شوې چې له دې لارې به په افغانستان کې د بنیادي پروژو لپاره د پانګونې د راجلبولو چاره هم پرمخ بېول کیږي.


